لاس رسیدونکی لینک

ايمنسټي وائي تيرکال نړۍ کې دتيزندۍ سزا ١٥ فيصد سيوا شوې


دايمنسټي انټرنيشنل ترمخه اوس مهال په نړۍ کې د٢٣ؤ زرو څخه زيات بنديان دمرگ انتظار کوي
دبشري حقونو دتحفظ نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل وئيلي دي کال ٢٠١٣م کې دمرگ دسزا په کچه کې ١٥ فيصده اضافه شوې اؤ پاکستان کې دمرگ دسزا يوه پيښه هم نۀ ده رامينځته شوې.
دايمنسټي انټرنيشنل دراپور ترمخه د٢٠١٣م په مهال دټولې نړۍ په ٢٢ؤ هيوادونو کې ٧٧٨ کسانو ته دمرگ سزا ورکړل شوې اؤ دمرگ په سزا کې يې د١٥ فيصده دغه زياتوالي لويې علت په عراق اؤ ايران کې دمرگ په سزا زيات عمل درامد ښودلى.
په دغو هيوادونو کې ٥٣٨ؤ کسانو ته دمرگ سزا ورکړل شوې اؤ دهغوي څخه وروستو په سعودي عرب کې هم ٧٩ؤ کسانو ته دمرگ سزا ورکړل شوې ده.
دايمنسټي انټرنيشنل ترمخه اوس مهال په نړۍ کې د٢٣ؤ زرو څخه زيات بنديان دمرگ انتظار کوي اؤ په کومو هيوادونو کې چې بنديانو ته دمرگ سزا اورول شوې په هغوي کې چين په لمړي، پاکستان په دوهم اؤ بنگله ديش په دريم نمبر دي اؤ ددې ترڅنگ انډونيشياء، کويت، نائجيريا اؤ ويت نام کې هم دمرگ په سزا بيا عمل درامد پيل شوى.
دايمنسټي انټرنيشنل دمرگ دسزا په اړه يو پوهان Chiara Sangiorgio وائي چې پاکستان لږ ډير پرمختگ کړى ، په پاکستان په ٢٠١٢م کې دنړۍ دهاغو دريوؤ هيوادونو څخه يو ؤ چې(بنديان يې) تيزندي کړي وؤ خو تيرکال يې چاته دمرگ سزا نۀ ده ورکړې.
دپاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري په جون ٢٠٠٨م کې دمرگ په سزا عمل درامد اودرولى ؤ خو دمرگ په سزا په پاکستان کې يوځل بيا وروستو له هغې وشو چې پوځ دکال ٢٠١٢م دنومبر په مياشت کې په قتل تورن يو عسکر تيزندي کړو.
خو دهاغه وخت راهسې پاکستان کې څوک نۀ دي تيزندي کړل شوي.
دنوي وزيراعظم نواز شريف دحکومت جوړيدو وروستو دمرگ د سزا په عمل درامد لگيدلى بنديز تيرکال دجون په مياشت کې ختم شوى ؤ.
Chiara Sangiorgio وائي دنوي حکومت لخوا داکتوبر مياشت کې دمرگ په سزا عمل درامد اودرول ښه گام دى، ځکه چې په يو وخت کې داسې ښکاريده وزيراعظم نواز شريف دتيزندي کولو سزا بيا پيل کوونکى دى، خو بيا هم چيلنجونه موجود دي.
په پاکستان کې دايمنسټي انټرنيشنل سيکرټري جنرل سليل شيټي وينا ده دعراق اؤ ايران پشان هيوادونو کې چې دوژنو کومه لړۍ وليدل شوه هغه سپکونکې وه اؤ شام اؤ مصر کې هم دهاغو کسانو دقيقه شميره نۀ ده معلومه چې ورته دمرگ سزا ورکړل شوې.
دراپور ترمخه په چين کې زرگونو کسانو ته ورکړل شوې دمرگ سزا معلومه نۀ ده ځکه چې په دغه هيواد کې دغه رقم معلومات حکومتي راز گڼلى شي.
په کال ٢٠١٢م کې ٦٨٢ؤ کسانو ته دمرگ سزا اورول شوې وه.
XS
SM
MD
LG