لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيويارک ټائمز :القاعده په اروپا بريدونو دپاره پاکستان څخه دشام مخه کړې


 ددغه زيان باوجود تندلاري دبمونو جوړولو، وړو وسلو دکارولو، لاجسټکس، مذهبي اثرورسوخ اؤ منصوبه بندۍ توان لري
ددغه زيان باوجود تندلاري دبمونو جوړولو، وړو وسلو دکارولو، لاجسټکس، مذهبي اثرورسوخ اؤ منصوبه بندۍ توان لري
وتلې امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز دامريکائي استخباراتي اؤ ترهه گرۍ ضد چارواکو له خُلې دعوه کړې ده چې دالقاعده په لسگونو جنگيالو اؤ پلان جوړونکو په نزدې مياشتو کې د پاکستان څخه دشام مخه کړې ترڅو دغلته خپل مرکز جوړ کړي اؤ بيا په راتلونکي کې دامريکا اؤ اروپا په ضد بريدونه ترسره کړي.
ورځپاڼه وائي چې دسنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) مشر جان برينن اوس اوس د ايوان پينل ته د انديښنې دڅرگندولو په ترڅ کې وئيلي وؤ دالقاعده دتنظيم لخوا دخلکو په بهرتي کولو اؤ نۀ يواځې دشام دننه بلکې دلانچنگ پيډ په توگه دشام داستعمالولو دتوان په پيدا کيدو انديښمن يو.
په دغه اړه چې دکومو ترهه گرو يادونه کولى شي هغوي په پاکستان کې دالقاعده دهاغه يوې ډلې برخه ده چې دتيرې لسيزې په مهال دامريکائي ډرون حملو لخوا په پراخه توگه په نخښه کړل شوې ده.
ددغه زيان باوجود تندلاري دبمونو جوړولو، وړو وسلو دکارولو، لاجسټکس، مذهبي اثرورسوخ اؤ منصوبه بندۍ توان لري، باور نۀ کيږي چې گنې هغوي په لويديز کې دحملو کولو تجربه لري.
شام ددغه رقم تندروه ډلو لپاره زيات کشش لرونکى مرکز دى ځکه چې دغه هيواد دپاک افغان سيمې څخه(چرته چې ډرون حملې ترسره کيږي) لرې موقعيت لري ، دغلته دبشري وسيلو اؤ بهرتۍ اؤ تربيت موقعې موجودې دي.
نيويارک ټائمز ليکي چې دخفيه استخباراتو اندازې کومې چې داليکټرانک انټرسپټس، مخبرانو اؤ سماجي ميډيا په پوسټونو اساس لري دا خبره څرگندوي چې په پاکستان کې دالقاعده سينئر قيادت چې پکې ايمن الظواهري هم شامل دى په شام کې دلويديز جنگيالو دپيژندگلو، بهرتي کولو اؤ تربيه کولو لپاره دځانگړو سيلز جوړولو په غرض يو منظم اؤ اوږدمهاله پلان ته وده ورکوي.
په شام کې دالقاعده د ممکنه ترهه گرو دشميرې په اړه دوؤ چارواکو وئيلي کيدى شي دهغوي شميره څو درځنه وي چې له دې وړاندې افغانستان اؤ پاکستان کې جنگيدل اؤ اوس په شام کې دي.
هغوي وئيلي په شام کې دغمرازۍ په يوه دستوره کې يې داسې دالقاعده خلک ليدلي چې لمړى په پاکستان اؤ افغانستان کې موجود وؤ اؤ ددې ترڅنگ دتندلاريتوب نور مرکزونه لکه ليبيا اؤ عراق سره تړلي کسان هم موجود وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG