لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي طالبانو سره مذاکرات به زر ښې نتيجې ورکړي


ښاغلى شريف وايي تل يې دهيواد په خاوره دډرون مخالفت کړى اؤ دغه بريدونه دگټې پځايې تاوان راولاړوي.
ښاغلى شريف وايي تل يې دهيواد په خاوره دډرون مخالفت کړى اؤ دغه بريدونه دگټې پځايې تاوان راولاړوي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي حکومت يې په هيواد کې دتلپاتې امن اؤ اقتصادي ثبات لپاره طالبانو سره دمذاکراتو عمل پيل کړى اؤ هيله يې څرگنده کړه چې دجوړجاړي ددغه عمل به ډيرې زر ښې پائيلې مخې ته راشي.
ښاغلى شريف وايي تل يې دهيواد په خاوره دډرون مخالفت کړى اؤ دغه بريدونه دگټې پځايې تاوان راولاړوي.
هيگ کې دايټمي تحفظ په سرمشريزه غونډه کې دگډون وروستو لندن ته په رسيدو ميډيا سره خبرو کې نواز شريف وويل هيواد کې دجمهوريت جرړې پياوړې کيږي.
ښاغلي شريف وويل چې پاکستان دجمهوريت دمضبوطۍ ،قانون دسرلوړۍ اؤ دعدليې دبحالۍ لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي.
نواز شريف ډرون بريدونه دهيواد دخپلواکۍ په ضد وگرځول اؤ وې وئيل چې ټوله نړۍ په دې خبره پوهيږي چې مونږ دډرون بريدونه کله هم نۀ دي منلي.
نواز شريف وويل په تيرو دريوؤ مياشو کې امريکا دډرون يو بريد هم نۀ دى کړى کوم چې دامن خبرو اترو لپاره يوه ښه نخښه ده.
نواز شريف وويل دډرون په اړه زمونږ دريځ ټوله دنيا ته معلوم دى اؤ مونږ تل وئيلي چې دډرون استعمالولو تگلاره غلطه اؤ دگټې پځايې تاوان راولاړوي
نواز شريف وويل چونکې په تيرو ٩٠ ورځو کې دډرون کومه حمله نۀ ده شوې نو بايد په راتلونکي کې هم ونۀ شي.
کله چې دهغه څخه پوښتنه وشوه چې ايا امريکائي انتظاميې دډرون حملو داودريدو په اړه دپاکستان غوښتنې ته غوږ نيولى نو نواز شريف وويل پاکستان تل په ډاگه کړې چې دډرون حملې يې دخپلواکۍ اؤ علاقا ئي سالميت په ضد دي.
پاکستاني وزيراعظم وويل دا لمړى ځل دى چې په هيواد کې دتندلاريتوب دخاتمې لپاره طالبانو سره نيغ په نيغه خبرې کيږي اؤ په دغه اړه دپرمختگ نخښې دي.
نواز شريف وويل حکومت وروستو له هغې خبرې پيل کړې چې طالبانو ددې لپاره وړانديز وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG