لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دحکومتي کميټۍ اؤ طالبانو دشورا ترمينځ خبرې روانې دي


 راپورونه وائي چې طالبانو دحکومتي کميټۍ غوښتنو ته مثبت ځواب وئيلى دى.
راپورونه وائي چې طالبانو دحکومتي کميټۍ غوښتنو ته مثبت ځواب وئيلى دى.
راپورونه وائي دپاکستان دحکومت اؤ غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان مذاکراتي کميټۍ طالب مشرانو سره نيغ په نيغه خبرو اترو لپاره دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ته رسيدلي دي.
سږکال دجنورۍ دمياشتې په وروستيو کې قومي اسمبلۍ ته دوينا په مهال دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف له لوري طالبانو سره دمذاکراتو کولو داعلان څخه راپديخوا دپاکستان دحکومت اؤ طالب مشرانو ترمينځ دغه لمړۍ نيغ په نيغه ليدنه ده.
وزيراعظم نواز شريف غواړي هيواد کې دمذاکراتو له لاري مخالفو تندروه ډلو سره جوړجاړى راولي اؤ دريځ لري دغه خبرې بايد دهيواد دائين په دائره کې وي خو طالبانو له دې وړاندې په ډاگه کړې که هغوي دقران اؤ سنت څخه پرته کوم بل قانون منلى نو دجگړې ضرورت به نۀ پيښيدو.
سرچينې وائي حکومتي استازو دطالبانو په شورا دلامحدودې مودې پورې داوربند اعلانولو غږ کړى اؤ ددې ترڅنگ يې ټي ټي پي څخه دځينو بنديانو دخوشې کولو غوښتنه هم کړې ده.
راپورونه وائي چې طالبانو دحکومتي کميټۍ دغو غوښتنو ته مثبت ځواب وئيلى دى.
دداخله وزارت يو وياند وئيلي دي چې حکومتي کميټۍ طالبانو سره دخبرو شروع کولو څخه دمخه دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان په باور کې اخستى.
دسرچينو ترمخه دحکومتي مذاکراتي کميټۍ غړي لمړى دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور ته رسيدلي وؤ اؤ دغلته دکورنو چارو دوزارت له لوري په ورکړل شوي يو هيلي کاپټر کې بيا شمالي وزيرستان ته روان شوي وؤ.
دحکومتي کميټۍ په غړو کې حبيب الله خټک، ارباب عارف،فواد حسن اؤ رستم شاه مهمند شامل دي اؤ مشري يې وفاقي سکتر حبيب الله خټک کوي اؤ دطالبانو درابطه کارې کميټۍ مشري مولانا سميع الحق کوي.
همدغه شان دسرچينو وينا ده چې دطالبانو پينځه کسيزه شورا چې پکې قاري شکيل، اعظم طارق، مولوي ذاکر، قاري بشير اؤ يو بل غړى شامل دى به دحکومتي ډلې سره مذاکرات کوي.
سرچينې وائي چې دحکومتي کميټۍ غړي دطالبانو درابطه کوونکې کميټۍ دمشر مولانا سميع الحق سره شمالي وزيرستان ته په يو هيلي کاپټر کې رسيدلي دي اؤ دطالبانو درابطه کارې کميټۍ نور غړي هم دپيښور څخه شمالي وزيرستان ته ورغلي دي اؤ درسيدو وروستو ټول اړونده غړي دطالبانو شورا سره دليدنې لپاره کوم نامعلوم مقام ته بوتلل شوي دي.
له دې وړاندې دحکومتي استازو اؤ ټي ټي پي دشورا ترمينځ دنهې په ورځ يوه غونډه ټاکل شوې وه خو دخراب موسم په وجه وروستو وځنډول شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG