لاس رسیدونکی لینک

پروفيسر ابراهيم : دحکومت اؤ طالب مشرانو ترمينځ خبرې ځنډيدلي


مهال ابراهيم وويل دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ په بنديانو خبرې به دامن مذاکراتو لپاره گټورې وي
دطالبانو دکميټۍ غړي پروفيسر ابراهيم وئيلي دي چې دخراب موسم په وجه به دپاکستان دحکومت اؤ غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمينځ نن ټاکل شوې مخ په مخ ليدنه نۀ کيږي.
دجماعت اسلامي دخيبرپښتونخونا مشر اؤ دطالبانو دکميټۍ يو غړي پروفيسر محمد ابراهيم پخلى کړى چې ددواړو خواؤ ترمينځ خبرې ځنډيدلي ځکه چې دخراب موسم له امله سفر کول ممکن نۀ دي اؤ زياته کړې يې چې دغونډ دځنډ څخه دطالبانو شورا خبر کړل شوې ده.
پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال ابراهيم وويل دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ په بنديانو خبرې به دامن مذاکراتو لپاره گټورې وي.
ښاغلي ابراهيم وويل په پاکستان کې اوس هم حالات خطرناک دي اؤ ددې څخه پټ لاسونه گټه پورته کوي.
دهغه وينا وه چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ ډز بندي يو ستر پرمختگ ؤ اؤ دطالبانو دشورا سره به دحکومتي مذاکرات کارو تجويز کړل شوې ليدنه يو بل ستر پرمختگ وي.
دهغه وينا وه دحکومت اؤ طالبانو دشورا ترمينځ نن ليدنه ټاکل شوې وه خو دخراب موسم په وجه فضائي سفر ممکن نۀ دى اؤ په کميټۍ کې شامل ځينې مشران ځمکنى سفر نۀ شي کولى ، ځکه دموسم دښه کيدو سره سم به دکميټۍ غړي دطالبانو شورا سره خبرو لپاره ټاکل شوي مقام لوري ته روانيږي.
دهغه وينا وه چې هيواد ته اوس مهال دامن زيات ضرورت دى اؤ دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو ايجنډا هم يواځې امن دى.
هغه وويل نۀ حکومت اؤ نۀ هم طالبانو يو بل ته دغوښتنو کوم فهرست وړاندې کړى اؤ زياته يې کړه چې طالبانو باور ورکړى چې کومې ډلې دمذاکراتو مخالفې دي هغوي به هم دامن عمل کې ورگډولو ته هڅوي.
ابراهيم وئيلي مينځگړي هڅه کوي چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ ديوې مياشتې دغه اوربند په مستقل تړون کې بدل کړي ، خو که چرې مذاکراتو زيات وخت واخستو نو بيا به لمړى گام اوربند کې پراختيا راوستل وي.
له دې وړاندې چارواکو وئيلي وؤ چې دحکومتي مذاکرات کارو اؤ طالبانو دسياسي شورا ترمينځ لمړۍ مخ په مخ ليدنه به دنهې په ورځ په کوم نامعلوم مقام ترسره کيږي اؤ سرچينې وائي دطالب مشرانو سره دحکومتي مذاکراتکارو په دغه غونډه کې به داوربند په پراخولو هم غور کيږي.
بلخوا برطانوي خبري ادارې سره يوه مرکه کې پروفيسر ابراهيم وئيلي چې دحکومت سره نيغ په نيغه خبرو کې به دطالبانو استازيتوب قاري شکيل، اعظم طارق ، مولوي ذاکر اؤ مولوي بشير کوي.
XS
SM
MD
LG