لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : امنيتي ځواکونو سره نښته کې پينځه جنگيالي وژل شوي


 سرچينې دا هم وائي چې امنيتي ځواکونو دسيمې څخه ٨ شکمن کسان نيولي هم دي
سرچينې دا هم وائي چې امنيتي ځواکونو دسيمې څخه ٨ شکمن کسان نيولي هم دي
امنيتي چارواکي وائي دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په کيچ ضلع کې دخالي په سحر دامنيتي ځواکونو له لوري ترسره شوؤ دلټونې عملياتو کې لږ ترلږه پينځه جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه امنيتي ځواکونو دکيچ ضلعې دتربت په پدرک سيمه کې دلټونې عمليات ترسره کړي اؤ دغلته دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دډزو په تبادله کې پينځه جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې دا هم وائي چې امنيتي ځواکونو دسيمې څخه ٨ شکمن کسان نيولي هم دي اؤ دهغوي څخه تپوس پوښتنې روانې دي.
سرچينې وائي په دغه مهال امنيتي ځواکونو ته په دروند مقدار کې وسله اؤ چاؤديدونکي مواد هم په لاس ورغلي دي.
امنيتي سرچينې ادعا کوي چې عملياتو کې وژل شوي کسان سيمه کې په امنيتي ځواکونو گڼ شمير حملو کې ککړ وؤ.
د ٢٠٠٤م راهسې دپاکستان په بلوچستان صوبه کې دبيلتون خوښو له لوري دسياسي خپلواکۍ اؤ دسيمې په قدرتي وسيلو تيلو، گيس اؤ معدنياتو کې دزياتې برخې دغوښتنو وروستو دغلته حالات تاؤژن دي اؤ وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ نښتې کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG