لاس رسیدونکی لینک

حکومتي اؤ دطالبانو کميټو نيغ په نيغه خبرو لپاره په ځايې اتفاق کړى


مولانا سميع الحق وئيلي دي چې دنننۍ غونډې په مهال مهمې فيصلې شوي دي.
دحکومت اؤ طالبانو دکميټو ترمينځ دخالي په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دامن مذاکراتو راتلونکي پړاؤ لپاره نيټې اؤ ځايې ته دغوڅ شکل ورکولو په غرض ددوؤ ساعتو يوه اوږه گډه غونډه شوې ده.
پنجاب هاؤس اسلام اباد کې دداخله وزير چوهدري نثارعلي خان په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې دحکومتي کميټۍ غړو رستم شاه مهمند، فواد حسين، حبيب الله خټک اؤ ارباب عارف اؤ دطالبانو دکميټۍ غړو مولانا سميع الحق، پروفيسر ابراهيم اؤ مولانا يوسف شاه گډون وکړو.
په دغه غونډه کې دطالبانو اؤ حکومت له لوري ديو بل دبنديانوپه خوشې کولو، دطالبانو دشورا اؤ حکومتي کميټۍ ترمينځ دليدنې لپاره دځايې اؤ نيټې په ټاکنه غور وشو.
دغونډې وروستو دطالبانو دکميټۍ غړي مولانا سميع الحق وئيلي دي چې دنننۍ غونډې په مهال مهمې فيصلې شوي دي.
هغه وويل تحريک طالبان پاکستان سره دامن خبرو اترو دراتلونکي پړاؤ لپاره دواړو خواؤ په ځايې اتفاق کړى دى اؤ حکومتي کميټي به ډير زر ټي ټي پي سره نيغ په نيغه مذاکرات وکړي.
سميع الحق وويل په دې راپورونو کې ريښتونوالى نشته چې گنې طالبانو دوزيرستان څخه بهر مذاکرات کول رد کړي دي.
ټي ټي پي غواړي په شمالي وزيرستان کې حکومت سره مذاکرات وکړي اؤ حکومت دغه خبرې بيا په بنو سيمه کې کول غواړي.
خو مولانا سميع الحق ددې خبرې پخلى نۀ دى کړى چې ايا دغه مذاکرات به په بنو کې کيږي.
دطالبانو دکميټۍ يو بل غړي مولانا يوسف شاه دخالي په ورځ دحکومت اؤ طالبانو دکميټۍ ترمينځ ترسره شوې شريکه غونډه يو مهم پرمختگ گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې قام به ډير زر زيرى واوري.
ځينې سرچينې وائي دغونډې په مهال دحکومتي کميټۍ اؤ طالبانو دشورا ترمينځ نيغ په نيغه دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې په مذاکراتو کولو اتفاق وشو ، خو دځينو وجوهاتو له امله يې په باقاعده توگه په دغه اړه څه نۀ دي وئيل شوي اؤ دمذاکراتو څخه يوه ورځ دمخه به يې اعلان کولى شي.
بلخوا ناتائيده راپورونه وائي راتلونکو ٢٤ؤ ساعتو کې دطالبانو له لوري داسلاميه کالج يونيورسټۍ دتښتول شوي وائس چانسلر پروفيسر اجمل خان دخوشې کيدو امکان دى، طالبانو دپروفيسر اجمل خان دخوشې کيدو په بدل کې دطالب کمانډر عدنان رشيد دخوشې کيدو غوښتنه کړې وه ، څوک چې وروستو دطالبانو له لوري دبنو په زندان په يو بريد کې خوشې کړل شوى ؤ.
دجمعې په ورځ اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان دمذاکراتو دمخالفو ډلو په ضد دگامونو اخستو خبردارى ورکړى ؤ.
داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد هم وئيلي دي چې طالبانو دهيواد بيلا بيلو سيمو کې دترهه گرۍ پيښو کې دککړې تندروه ډلې احرارالهند دمعلومولو دنده په غاړه اخستې ده.
بلخوا ته دطالبانو دکميټۍ يو غړي پروفيسر ابراهيم وئيلي دي چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات دبرياليتوب په لوري روان دي.
پروفيسر ابراهيم دعوه کړې چې دنيغ په نيغه مذاکراتو لپاره دځايې ټاکنه شوې اؤ نن دکورنو چارو وزير سره کيدونکې ليدنه کې به يې غوڅه پريکړه کولى شي.
تيره مياشت دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکراتو کې لويې خنډ وروستو له هغې رامينځته شوى ؤ چې دټي ټي پي دمهمند ايجنسۍ دڅانگې مشر عمرخالد خرساني په ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ٢٣ؤ ايف سي دعسکرو څخه دسرونو قلمولو ادعا وکړه.
ددغه پيښې وروستو پاکستاني فضائيې دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمو کې دطالبانو په شکمنو ځالو اؤ تربيتي مرکزونو بمونه ورولي وؤ چې پکې طالبانو ته ددرنې مرگ ژوبلې اطلاعات ترلاسه شوي وؤ.
وروستو طالبانو حکومت سره ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان وکړو اؤ حکومت هم قبائيلي سيمو کې دهغوي په ضد فضائي کارروايۍ اودرولي.
حکومت وائي چې مذاکرات اوس فيصله ييز پړاؤ ته رسيدلي اؤ په دغه اړه يې طالبانو سره نيغ په نيغه خبرو لپاره ديوې نوې حکومتي مذاکراتي کميټۍ اعلان هم کړى.
XS
SM
MD
LG