لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمذاکراتو دتالاترغه کوونکو ډلو په ضد غور کوؤ،چوهدري نثار


 هغه وويل چې دنيغ په نيغه مذاکراتو سنجيده پړاؤ شروع کيدونکى دى
هغه وويل چې دنيغ په نيغه مذاکراتو سنجيده پړاؤ شروع کيدونکى دى
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي چې دحکومت اؤ پاکستاني طالبانو ترمينځ مذاکراتو دروان عمل سبوتاژ کوونکو تندروه ډلو په ضد غور کوؤ اؤ په دغه لړ کې به ډير زر يوې نتيجې ته ورسيږو.
اسلام اباد کې دنادرا دنوي منتخب شوي بورډ غړو سره دغيررسمي خبرو وروستو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثارعلي خان وويل دمذاکراتو لپاره دځايې ټاکنه کومه ستونزه نۀ ده اؤ هم په دغه اړه کوم ډيډلاک شته.
هغه وويل چې دنيغ په نيغه مذاکراتو سنجيده پړاؤ شروع کيدونکى دى اؤ ددواړو کميټيو گډه غونډه به ډير زر راوغوښتل شي.
چوهدري نثارعلي خان وويل چې حکومت په خاموشۍ سره په غوره انداز کې ټولې معاملې مخ په وړاندې بوتلل غواړي اؤ زياته يې کړه چې دمذاکراتو دسبوتاژ کوونکو ډلو په ضد سوچ کوؤ اؤ په راتلونکو ورځو کې به دغه لړ کې کومې نتيجې ته ورسيږو.
چوهدري نثار وويل چې اوس هم ځينې قوتونه دخپلو ترهه گريزو هلو ځلو په ذريعه دمذاکراتو عمل تالا ترغه کول غواړي.
دترهه گرۍ دپيښو په اړه داخله وزير وويل دناکو په ذريعه ترهه گري نۀ شي اودرول کيدى اؤ په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره يو موثره نظام مخې ته راوړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG