لاس رسیدونکی لینک

کابل : په سرينا هوټل بريد کې دغيرملکيانو پشمول ٩ کسان وژل شوي


وزير جنرال محمد ايوب سالنگى وائي چې په وژل شوؤ کې څلور غيرملکيان اؤ دوه ماشومان هم شامل دي
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت چارواکي وائي پلازمينه کابل کې په يو فائيو سټار هوټل سرينا کې دوسله والو جنگيالو لخوا شوې حمله کې دبهرنيانو پشمول ٩ کسان وژل شوي دي.
مرستيال داخله وزير جنرال محمد ايوب سالنگى وائي چې په وژل شوؤ کې څلور غيرملکيان اؤ دوه ماشومان هم شامل دي اؤ شپږ کسان نور ژوبل شوي هم دي.
ددغه بريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى.
په کابل کې دغه خونړۍ پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې څو اوونۍ وروستو په دغه هيواد کې صدارتي ټاکنې کيدونکې دي اؤ افغان طالبانو دمخه دړکه کړې چې په پنځم اپريل کيدونکو ټاکنو کې دخنډانو راولاړولو لپاره به دغسې حملې دوامداره ساتي.
دداخله وزارت دچارواکو په وينا څلور ځواناندزيارت په ماښام هوټل ته ورغلل اؤ دغلته يې دنوي کال”نوروز“ لپاره دځانگړي خوراک څرگندونه وکړه اؤ بيا تر دريوؤ گينټو په غسل خانه کې دپتيدو وروستو راڅرگند شول اؤډزې يې پيل کړې.
سرچينې وائي دبريدکوونکو له لوري دډزو وروستو افغان عسکر دغه لگژري هوټل ته ورسيدل اؤ خواؤشا سيمې يې پخپله ولقه کې واخستې.
دغه هوټل دسخت امنيت په ساحه کې موقعيت لري اؤ ورته غيرملکيان هم ځي راځي.
دچارواکو وينا ده چې خواؤ شا تر دوؤ ساعتو روانه جگړه کې امنيتي ځواکونو سره دنښتې په مهال څلور کم عمره ځانمرگيان هم وژل شوي دي.
دوژل شوؤ غيرملکيانو دپيژندگلو په اړه تر دې مهاله دقيق معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
دزيارت په سحر هم طالب جنگيالو ختيز ولايت جلال اباد کې دپوليسو په يوه تاڼه حمله کړې اؤ ١١ کسان يې وژلي وؤ.
XS
SM
MD
LG