لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وائي داسامه په هکله يې معلومات نۀ لرل


پوځي وياند وائي دغه خبر باوري نۀ دى اؤ پکې شوې ټولې اندازې دوړاندې څخه دروغ ثابت شوي دي.
پوځي وياند وائي دغه خبر باوري نۀ دى اؤ پکې شوې ټولې اندازې دوړاندې څخه دروغ ثابت شوي دي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال عاصم باجوه تيره ورځ امريکائي ورځپاڼه نيويارک ټائمز کې خپور شوى هاغه راپور بې اساسه گرځولى اؤ رد کړى يې دى چې پکې دعوه شوې وه دائي ايس ائي پخوانى مشر ليفټننټ جنرال(ر) احمدشجاع پاشا ته په پاکستان کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دموجودگۍ په اړه علم ؤ.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان کې دپوځ وياند وئيلي دي پاک پوځ اؤ ائي ايس ائي په پاکستان کې داسامه بن لادن دموجودگۍ نه باالکل نۀ ؤ خبر اؤ زياته کړې يې ده چې په نيويارک ټائمز کې تيره ورځ خپور شوى راپور بې اساسه اؤ په مفروضو بنياد لري.
پوځي وياند وائي دغه خبر باوري نۀ دى اؤ پکې شوې ټولې اندازې دوړاندې څخه دروغ ثابت شوي دي.
بل لوري ته دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم هم اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال امريکائي ورځپاڼه کې داسامه بن لادن په اړه خپور شوى راپور بې اساسه اؤ په اندازو بنياد لرونکى گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې ددغه خبر دحقيقت سره هيڅ تعلق نشته.
اخوا دپاکستاني فضائيې پخواني مشر راؤ قمر سليمان هم وئيلي دي چې لوړپوړى عسکري قيادت اؤ په ځانگړې توگه دپوځ پخوانى سرلښکر اؤ دخفيه ادارو مشران دايبټ اباد دعملياتو څخه دمخه پاکستان کې داسامه دموجودگۍ څخه نۀ وؤ خبر.
دزيارت په ورځ دميانوالي په ايم ايم عالم ائيربيس ميډيا سره خبرو کې راؤقمرسليمان نيويارک ټائمز کې خپور شوى راپور بې اساسه وگرځولو اؤ وې وئيل په دوهمه مئ ٢٠١١م کې هغه دفضائيې مشر ؤ اؤ په هاغه وخت کې داسامه دځايې په اړه چاته علم نۀ ؤ.
تيره ورځ امريکائي ورځپاڼه نيويارک ټائمز کې خپور شوي يو راپور کې ديو پاکستاني چارواکي له خُلې دعوه شوې وه چې امريکا ته داسې نيغ پ نيغه ثبوت په لاس ورغلى چې ترې څرگنديږي په ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن د موجودگۍ څخه دهاغه وخت دائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرال احمد شجاع پاشا خبر ؤ اؤ ددې څخه په خبريدو هغه پخپله اؤ امريکايان هم حيران شوي وؤ.
ددې ترڅنگ دهغه دمعاملو سمبالولو لپاره ائي ايس ائي کې يو ځانگړى ډيسک هم جوړ کړل شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG