لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي اؤ پاکستان پټې معاملې اؤ لوظنامې د چا په گټه دي ؟


دپاکستان چارواکي فقط ددې معلوماتو پخلى کوي چې ريټائرډ پوځي عسکر د بحرين د امنيتي اسټيبليشمنټ په تربيت بوخت دي، خو ددغو عسکرو شميره څومره ؟ په دې هکله بيا خبرې نۀ دي واضحه شوي.
دپاکستان چارواکي فقط ددې معلوماتو پخلى کوي چې ريټائرډ پوځي عسکر د بحرين د امنيتي اسټيبليشمنټ په تربيت بوخت دي، خو ددغو عسکرو شميره څومره ؟ په دې هکله بيا خبرې نۀ دي واضحه شوي.
دپاکستان په پينډۍ ښار کې د گډو ځواکونو د هيډکوارټرز دننه د پاکستان د لوړ پوړو پوځي چارواکو سره د شورو په ورځ د بحرين دبادشاه د ترسره شوې ليدنې د پرمختگ په هکله راپورته شوې حيرانوونکې پوښتنې له نظره نۀ شي غورځيدلى .
ددغه معاملې په بله غاړه ولاړ د پاکستان دواکمنې طبقې اؤ د سعوديانو د قيادت لاندې دعرب هيوادونو ترمينځ دسيوا کيدونکو اړيکو څخه په حقيقت کې چا څه ترلاسه کړل؟ دا لا تر دې مهاله د اولس د نظرونو څخه پټ دي.
د هاغه اولسي پاڅون څخه درې کاله وروستو هم چې بحرين يې لړځولى ؤ دپاکستان کردار هم هغه راز د بحثونو لاندې دى.
دپاکستان چارواکي فقط ددې معلوماتو پخلى کوي چې ريټائرډ پوځي عسکر د بحرين د امنيتي اسټيبليشمنټ په تربيت بوخت دي، خو ددغو عسکرو شميره څومره ؟ په دې هکله بيا خبرې نۀ دي واضحه شوي.
دبحرين د واکمن شيخ حمد بن عيسى بن سلمان الخليفه پاکستان ته د راتگ څخه وړاندې پاکستان ته د ورکړل شوؤ يو نيم ارب ډالرو په هاغه پراسراره معامله باندې هم تاودۀ بحثونه شوي چې دپاکستان د خزانې د وزير اسحاق ډار له مخې د يو "ملگري هيواد" له خوا دپاکستان دغيرملکي زرمبادلې په ذخيرو کې داضافې دپاره پاکستان ته ورکړل شوي.
هر څو کۀ په سرکاري ډول ددې خبرې پخلى نۀ دى شوى خو په پاکستان کې په دې هکله گنگوسې کيږي چې دغه پنگه دسعودي عرب د شهزاده سلمان بن عبدالعزيز بن السعود اسلام اباد ته ترسره شوي سفر څخه وروستو د سعودي عرب لۀ لوري پاکستان ته ورکړل شوې ده.
دپاکستان د سعودي پلوه لابۍ د خلکو په نظر دغه مرسته د رياض له لوري تيرو وختونو کې د فيض اؤ برکاتو دهاغه باران بيا تازه کول دي لکه څنگه چې په کال 1998ء کې دپاکستان له خوا د ايټمي چاودنو وروستو سعودي عرب دريوؤ کالو پورې پاکستان ته پرته له کومې معاوضې تيل ورکړي وؤ.
دليل دا ورکړل کيږي چې د سعوديانو لخوا ماضي کې د ښودل شوې دغه پراخدلۍ پرته داقتصادي بنديزونو په نتيجه کې په پاکستان ډيرې زياتې بدې اغيزې کيدلى شوې.
باوجود ددې پاکستان دا مهال د لا زياتو خرابو حالاتو څخه تيريږي چې دکورني سلامتۍ په هکله يې سيوا شوؤ چيلنجونو په ممکنه ډول د قامي تاريخ بدترين صورتحال ته ورديکه کړى دى.
سعودي عرب اؤ بحرين چې د کومو امنيتي گواښونو سره مخ دي په دې کې دپاکستان لخوا ميدان ته وردانگل به د خطرې نه خالي نۀ وي .
دپاکستان کورني حالات چې پخپله ډير گډوډ دي کۀ چرې په دغسې حال کې پاکستان د سعودي اؤ بحرين جاخو کې ځان ونښلوي نو امکان دى چې په پاکستان کې به هم شخړې سر راپورته کول پيل کړي.
دا خبر بحرين کې موجود غيريقيني صورتحال په ښه ډول په گوته کوي چې د بحرين يوې محکمې د شورو په ورځ يوولسو کسانو ته د پينځلسو، پينځلسو کالو د بند سزا اورؤلې وه.
دغه کسان د ترهگرۍ د مقصدونو دپاره د بمونو جوړونکي مجرمان گرځول شوي وؤ.
په داسې موقعه د سعودي عرب اسلام اباد سره سيوا کيدونکې اړيکې دې خيالاتو ته وده ورکوي چې د رياض واکمنه طبقه په دوؤ محاذونو ځان خوندي کولو دپاره د اسلام اباد مرسته ترلاسه کولو غواړي.
ديمن دپولې سره نزدې جنوبي پولوسره اؤ شمال کې دداخلي سلامتۍ په وړاندې د ولاړو گواښونو ترڅنگ شام کې د روانې خانه جنگۍ د خوريدو مخې نيولو دپاره سعودي غواړي چې دپاکستان مرسته ورته ترلاسه وي.
دميډيا په راپورونو کې ددې څخه ورپه اخوا دا دعوه هم کيږي چې سعوديانو پاکستان څخه د وسلو اؤ د صدر بشارالاسد د پوځ سره د مقابلې دپاره ياغيانو ته د تربيت ورکولو په لړکې مرسته هم غوښتې ده.
دپاکستان پيپلزپارټۍ د سناتور فرحت الله بابر په وينا"حکومت بايد دې سنگينو پوښتنو ته ځواب ووايي،دا خبره ذهن نۀ مني چې څوک به تا له يو نيم ارب ډالر درکوي اؤ په بدله کې به يې درنه هيڅ نۀ غواړي، له دې وړاندې خو داسې کله هم نۀ دي شوي"
سناتور بابر خبردارى ورکړى چې کۀ پاکستان په منځني ختيز کې روانو جگړو کې ځان رالړي نو ددې په نتيجه کې دپاکستان خپلې سلامتۍ ته خطرې راولاړيدى شي.
هغه وئيلي "کۀ چرې پاکستان شام کې په روانه خانه جنگۍ کې ديو لوري ملاتړ کوي نو له دې امله به دپاکستان دننه په روان فرقه ايز تاؤ تريخوالي کې اضافه کيږي اؤ دايران دپولې سره خو به دا تاؤ تريخوالى په غورځنگونو شي"
دهغه په وينا په خواوشا سيمه کې د شيعه-سني په ويش کې نښتو سره به په پاکستان خطرناکې اغيزې وشي.
د اوږدې مودې څخه دسعودي عرب اؤ پاکستان د روانو پوځي اړيکو په هکله په اوسنو فرمائشونو څيړونکي وايي چې له دې وړاندې داسې مثالونه نۀ موندل کيږي.
دپاکستان د دفاعي چارو يو څيړونکى بريگيډئير ريټائرډ فاروق حميد خان وايي" د کال 1980 په لسيزه کې زمونږ پوځيان هلته ورغلي وؤ ، کله چې سعوديان د خليجي جگړې د خوريدو خطرو سره مخ وؤ"
خو بريگيډير فاروق حميد هم خبردارى ورکړو چې پاکستان ته په يوه پراخه فرقه ايزه جگړه کې ورگډيدل به پخپله دپاکستان د سلامتۍ په وړاندې سنگينې خطرې وزيږوي.
دسعودي عرب په درخواست دپاکستان د سپکو وسلو شامي باغيانو ته د ورکړې په اړه دناتائيده راپورونو د حوالې په ورکولو سره هغه وويل "خليج کې د تصادم په وضعيت کې دپاکستان وسلې بايد هيچرته پکار رانۀ وستل شي"
همدغه شان په منځني ختيز کې په روان تاؤ تريخوالي کې دپاکستان د ککړتيا په مرسته اؤ مخالفت کې اسلام اباد اؤ خواوشا کې هم په پراخه توگه بحثونه روان دي ، ددې ترڅنگ غربي ډپلوماټان اؤ څيړونکي دوزيراعظم نوازشريف حکومت د معني خيزې پاليسۍ په خپلولو کې ناکامه گرځوي .
يو سينئر مغربي سفارتکار د شورو په ورځ وئيلي"ذهن ددې خبرې په قبلولو نۀ تياريږي چې پارلمان کې د اکثريت په لرلو سره ستا حکومت دى ، خو تۀ په پارلماني عمل معمولي شان باور هم نۀ لرې ،ددې مطلب دادى چې ډير څه په راز کې ساتلى شي"
هغه دنتيجې په اخذ کولو سره وئيلي وؤ "يو سياسي حکومت دپاره لازمه ده چې هغه پارلمان ته رجوع وکړي ،معامله د ايوان په وړاندې کښيږدي اؤ ثابته کړي چې هغه ته د اکثريت ملاتړ حاصل دى ، دپاکستان بنيادي الميه همدا ده چې تا سره جمهوريت خو شته خو ته جمهوري کردار نه لرې"
( په مننه د ډان ورځپاڼې)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG