لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايې سعودي عرب او بحرين ته پوځونه نه ليږي


د پاکستان په مطبوعاتو کې دې پوښتنو سر راپورته کړى چې پاکستان ته سعودي عرب د يونيم ارب ډالرو امداد په کوم مد کې ورکړى؟
د پاکستان په مطبوعاتو کې دې پوښتنو سر راپورته کړى چې پاکستان ته سعودي عرب د يونيم ارب ډالرو امداد په کوم مد کې ورکړى؟
د پاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وايې بحرين يا بل چا ترې پوځ نه دی غوښتی ، او نه پاکستان ـ سعودي عرب او بحرين ته خپل پوځونه نه ليږي .
وزيراعظم نوازشريف دغه خبره په داسې حال کې کړې ، چې په ورستيو کې سعودي عرب پاکستان له يو نيم ارب ډالره ورکړي ، او بيا د نهې په ورځ د بحرين بادشاه شيخ حماد بن عيسي الخليفه د پاکستان په درې ورځنۍ دوره راغلی دی .
په عېن حال کې د پاکستان په مطبوعاتو کې دې پوښتنو سر راپورته کړى چې پاکستان ته سعودي عرب د يونيم ارب ډالرو امداد په کوم مد کې ورکړى؟
ځينې څيړونکي وايي چې گنې سعودي عرب دغه دروند رقم پاکستان ته ددې دپاره ورکړى چې پاکستان به د بحرين د ستونزې په هواري کې دمرستې دپاره بحرين ته خپل پوځونه ليږي .
وزيراعظم نوازشريف د پنجاب صوبې په ميانوالۍ سيمه کې د يوې دستورې په مهال خبريالانوسره خبرو کې دغه رقم خبرونه رد کړل چې گنې پاکستان ـ سعودي عرب يا بحرين ته خپل پوځونه ليږي . هغه ووئيل نه د پاکستان څخه کوم بل هېواد د پوځ غوښتنه کړې او نه پاکستان کوم بهرني هيواد ته خپل پوځ ليږي .
نوموړي په دغه مهال دا هم ووئيل چې د بحرين د بادشاه دوره د پاکستان په گټه کې ده ، او پاکستان دا وخت د يو شمېر چيلنجونو سره مخ دی ، او د دغو چيلنجونو د حل دپاره مونږ ته په فوري توگه فېصلې کول دي .
وزيراعظم نوازشريف زياته کړه مونږ سيمه کې دامن پلوي يو اؤ د يو هيواد په ضد هم د تيري اراده نۀ لرو.
هغه زياته کړه پاکستان د وسلو زغل کې شامليدل نۀ دى خو د خپلې دفاع څخه هم غافله نۀ شي پاتې کيدلى .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG