لاس رسیدونکی لینک

نيويارک ټائمز : جنرال پاشا داسامه بن لادن دموجودگۍ نه خبر ؤ


راپور وائي ددغه ډيسک مشري به يو افسر کوله اؤ په ازادانه توگه به يې کار کولو
امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې دعوه کړې ده چې دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي پخواني مشر احمدشجاع پاشا ته نۀ يواځې دا چې دالقاعده دمشراسامه بن لادن دموجودگۍ علم ؤ بلکې دهغه دمعاملو دڅارنې لپاره ائي ايس ائي کې يو ځانگړې ډيسک هم قائم ؤ.
دميډيا راپوروو ترمخه پاکستاني استخباراتي سرچينو په نيويارک ټائمز کې لگيدلي دغه تورونه بې اساسه گرځولي اؤ وائي چې چاته هم داسامه بن لادن داتې پتې په اړه معلومات نۀ وؤ.
راپور وائي ددغه ډيسک مشري به يو افسر کوله اؤ په ازادانه توگه به يې کار کولو، دغه افسر خپلې فيصلې کولې اؤ دځان څخه يې کوم مشر افسر ته راپور نۀ ؤ وړاندې کړى، دهغه کار يواځې ديو تن معامله سمبالول ؤ يعنې اسامه بن لادن.
دورځپاڼې دراپور کې دامريکائي اؤ پاکستاني استخباراتي چارواکو له خُلې دعوه شوې چې دايبټ اباداپريشن وروستو امريکائي چارواکو ته په لاس داسې ثبوتونه ورغلل چې دهغې په ذريعه معلومه شوې دائي ايس ائي دهاغه وخت مشر ليفټننټ جنرال(ر) احمدشجاع پاشا په ايبټ اباد کې داسامه بن لادن دموجودگۍ نه خبر ؤ.
يو پاکستاني چارواکي نيويارک ټائمز ته وئيلي چې ددغه انکشاف سره هغه اؤ امريکائي چارواکي حيران شوي ځکه چې پاشا دطالبانو مخالف پاتې شوى ؤ اؤ په ائي ايس ائي کې په ډاگيز ډول دامريکايانو لپاره مددگار ؤ.
راپور کې دعوه شوې چې داسامه بن لادن دکور څخه دترلاسه شوؤ خطونو، ليکنو اؤ کمپيوټرو کې دموجودې ډيټا په رڼا کې امريکائي چارواکو ته معلومه شوې چې اسامه دغلته په اوسيدو سره دخپلو استازو په ذريعه طالبانو اؤ دالقاعده کمانډرانو سره په مکمله رابطه کې ؤ، دغو کمانډرانو ته هم معلومه وه چې دالقاعده مشر چرته دى، په هغوي کې دکالعدم لشکرطيبې اميرحافيظ سعيد اؤ ملا عمر هم شامل دي.
دائي ايس ائي ځينو اهلکارو ته دهغه دځينو استازو پته وه ځکه اسامه په کوم استازي هم زيات باور نۀ کولو.
دراپور ترمخه ٢٠٠٩م کې اسامه دايبټ اباد نه دپاکستان قبائيلي سيمو ته ورغلى ؤ اؤ دغلته درسيدو په مهال دهغه کاروان دگڼو چيک پوسټونو نه تير شوى ؤ ، خو هغه يوځايې کې هم نۀ ؤ اودرول شوى، په قبائيلي سيمو کې هغه د”بابائى جهاد“ په نوم ديو مشهور طالب کمانډر قاري سيف الله اختر سره ليدنه کړې وه، اؤ هم دغه قاري سيف الله اختر ١٩٩٨ء کې اسامه بن لادن اؤ ٢٠٠١ء کې ملا عمر دامريکائي بمبارۍ څخه ژغورلى ؤ، په ٢٠٠٧م کې دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل مسؤليت هم هغه ته سپارل شوى ؤ.
اسامه سره دليدنې په مهال هغه دپاکستان په پوځي هيډکوارټر دحملې لپاره مرسته غوښتې وه کومه چې هغه مسترد کړې وه اؤ وئيلي وؤ يې چې دپاکستان په ضد دجگړې پځايې دامريکا په ضد جنگ دهغوي ستر مقصد دى اؤ غوښتل چې دامريکا په ضد جگړې لپاره دخلکو دبهرتۍ عمل نور هم چټک کړل شي.
XS
SM
MD
LG