لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې اپوزيشن وايي طالبانو سره په خبرو دې ورسره صلاح وکړل شي


خورشيد شاه وويل دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو په مهال بمي چاؤدنو ترسره کيدو پوښتنې راولاړې کړي.
په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه وئيلي دي دقومي اسمبلۍ دغونډې په مهال به حکومت څخه دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره دمذاکراتو اؤ شام پشمول په خارجه تگلاره د دحزب اختلاف په باور کې داخستو غوښتنه کوي.
دسعودي عرب لخوا پاکستان ته ديو اعشاريه پينځه اربو ډالرو دامداد دورکړې وروستو په دغه هيواد کې پوښتنې راولاړې شوي چې اخرپه کوم اساس ورته خپل دغه ملگري هيواد دغه امداد ورکړى.
دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز وينا ده چې سعودي عرب پاکستان ته دغه ډالرې دقرضې نۀ بلکې تحفې په توگه ورکړي چې بيا يې واپس کول هم نۀ وي.
دسرچينو وينا ده چې تيره ورځ دسينيټ دخارجه چارو کميټې ته په وينا کې سرتاج عزيز دا هم وئيلي وؤ چې ددغو ډالرو په بدل کې به پاکستان نۀ خو دشام په اړه خپله تگلاره بدلوي نۀ اؤ نۀ به هم سعودي عرب ته دشام په ضد وسله ورکوي.
پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو کې داپوزيشن مشر وويل دقومي اسمبلۍ دراتلونکې ونډې لپاره پيپلز پارټۍ خپلې تگلارې ته غوڅ شکل ورکړى اؤ حکومت څخه به غوښتنه کوي چې دخارجه تگلارې اؤ په ځانگړې توگه دشام په اړه دې خپل دريځ واضحه کړي اؤ زياته يې کړه چې که چرې حکومت په دغه لړ کې کوم پټ حال احوال هم تيرول غواړي نو هيڅ قسمه اعتراض به نۀ لري.
خورشيد شاه وويل دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو په مهال بمي چاؤدنو ترسره کيدو پوښتنې راولاړې کړي.
دهغه وينا وه دهغه گوند واضحه دريځ لري چې هيواد کې دې امن راوستل شي که دمذاکراتو په ذريعه وي اؤ يا که دهغې لپاره کومه بله طريقه کارول کيږي خو بايد سياست دانان دامن خبرو په اړه دمنفي بيانونو ورکولو څخه ډډه وکړي.
خورشيد شاه وويل” مونږ ډالرو ته هرکلى وائيو خو بايد دمدد گټه اولس ته هم ورسيږي“
XS
SM
MD
LG