لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دخبريالانو دتحفظ لپاره دميډيا کميشن اعلان


 نواز شريف وويل چې دميډيا کميشن به دخبريالانو په ضد دجرمونو دمقدمو څارنه کوي.
نواز شريف وويل چې دميډيا کميشن به دخبريالانو په ضد دجرمونو دمقدمو څارنه کوي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دشورو په ورځ پاکستان کې دخبريالانو دتحفظ اؤ سلامتۍ لپاره ديو ميډيا کميشن قائمولو اعلان کړى دى.
ديو سرکاري بيان ترمخه په امريکا کې دقائمې صحافيانو دتحفظ دکميټۍ( سي پي جى) دمشر سره ليدنه کې وزيراعظم وئيلي دي چې دغه کميشن به حکومت ته دصحافيانو دتحفظ اؤ دهغوي دخيرښيگړې لپاره وړانديزونه مخې ته ږدي اؤ زياتوي چې دغه کميشن به دميډيا سره په تعلق لرونکو کسانو، اولسي شخصياتو اؤ حکومتي غړو مشتمل وي.
نواز شريف وويل چې دميډيا کميشن به دخبريالانو په ضد دجرمونو دمقدمو څارنه کوي.
وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې غواړي پاکستان دخبريالانو لپاره يو داسې ملگرى هيواد جوړ کړي چرته چې نۀ يواځې ملي بلکې بين المللي ميډيا ټولنه هم ځان په درناوي اؤ تحفظ کې محسوس کړي.
دسرچينو وينا ده وزيراعظم په دغه موقع وويل چې حکومت به دخبريالانو قاتلان دقانون منگولو ته راکش کوي.
وزيراعظم وويل چې پاکستان کې دجمهوريت په مضبوطۍ اؤ دعدليې په بحالۍ کې دميډيا کردار دستائينې وړ دى.
هغه زياته کړه رچرډ هولبروک دپاکستان يو غوره ملگرى ؤ اؤ په بوسنيا کې دامنيت دټينگښت لپاره يې خدمات دستائينې وړ دي.
دسي جى پي کيټي مارټن دپخواني امريکائي ځانگړي استازي رچرډ هولبروک کونډه ده اؤ هغې په دغه موقع دجمهوري ادارو دمضبوطۍ په اړه دحکومت اراده وستائيله.
هغې ديو وژل شوي پاکستاني خبريال ولي خان بابر دمقدمې په پيروۍ دوزيراعظم ستائينه وکړه اؤ سرچينې وائي وې وئيل چې ددغه مقدمې په ترڅ کې نړۍ ته پاکستان کې دقانون دواکمنۍ په اړه يو مضبوط پيغام تللى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG