لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما په صدر محمود عباس اسرائیل سره د سولې غږ کړی


دوه هفتې وړاندې صدر اوباما د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره لیدلې دي. خو د امریکا په ملاتړ کیدونکو د تیرو اوو میاشتو خبرو اترو، صلاح مشورو او لیده کاته څه کوټلې نتیجې نه دي رابرڅیره کړې او مایوسي او تاوتریخوالی په زیاتیدو دی
دوه هفتې وړاندې صدر اوباما د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره لیدلې دي. خو د امریکا په ملاتړ کیدونکو د تیرو اوو میاشتو خبرو اترو، صلاح مشورو او لیده کاته څه کوټلې نتیجې نه دي رابرڅیره کړې او مایوسي او تاوتریخوالی په زیاتیدو دی
د امریکې صدر براک اوباما په فلسطیني صدر محمود عباس غږ کړی چې اسرائیل سره د امن په خاطر دې ځان د مشکل حالاتو او سختو فیصلو مخ کړي.
دواړو مشرانو د گل په ورځ واشنگټن کې د صدر براک اوباما سرکاري کور، وائټ هاوس یا سپینه ماڼۍ. کې ولیدل او منځني ختیز کې د امن په موضوع يي خبرې اترې وکړي.
صدر اوباما په اسرائیلي وزیراعظم بنجمن نیټن یاهو هم غږ وکړو چې د ټاکل شوي نیټي، یعنې د مارچ د میاشت تر اخرې پورې دي د فلسطیني قیدیانو اخیرۍ ډله هم ازاده کړي.
صدر اوباما او صدرعباس د اپریل د ٢٩ د هغه نیټې نه وړاندې ملاقات کړی چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن په مذاکراتو کې امکاني مفاهمتي چوکاټ قائمیدونکی دی.
او د فلسطین په غربي غاړه کې په زرگونو فلسطینیانو د صدر محمود عباس د امریکې دورې په حق کې مظاهره وکړه. مظاهره چیانو بیرغونه پورته کړې وو او نعرې يي وهلې چې "صدر! مونږ در سره یو."
دوه هفتې وړاندې صدر اوباما د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره لیدلې دي. خو د امریکا په ملاتړ کیدونکو د تیرو اوو میاشتو خبرو اترو، صلاح مشورو او لیده کاته څه کوټلې نتیجې نه دي رابرسیره کړې او مایوسي او تاوتریخوالی په زیاتیدو دی.
د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ په اهمو مسلو اختلافات نه دي کم کړی شوي او د فریقینو په منځ کې خلیج موجود دی. د اختلاف لویو مسلو کې د یروشلم حیثیت، د فلسطیني مهاجرو د ائنده په هکله فیصله، د سرحدونو موضوع او امنیت شامل دي.
امریکا امید لري چې د مفاهمت په چوکاټ معاهده به د امن عمل د تباه کیدو نه محفوظ ساتي او د سږ کال تر اخیره پورې به حتمي مذاکرات جاري ساتلو کې لاس امداد وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG