لاس رسیدونکی لینک

د ملیشیا بې درکه هوائي جهاز پائلټ تحقیقات


د ملیشین ائیر لائنز جهاز چې پکې ٢٣٩ کسان سواره وو، د مارچ په اتمه نیټه کوالالمپور نه د چین سرښار بیجنگ ته د سفر په مهال بې درکه شوی دی. چارواکې وايي د جهاز د لټون کار د قزاقستان او جنوبي هند سمندر پورې غځول شوی دی
د ملیشیا د مسافرو بې درکه هوائي جهاز په هکله د تحقیقاتو توجه اوس د مسافرو او د جهاز عملې او په خصوصي توگه د جهاز پائلټ اړخ ته گرځیدلې ده.
د ملیشیا چارواکو ویلي پولیس د اتوار په ورځ د بې درکه هوائي د دواو پائلټانو کورنو لټولې دي او د یو پائلټ په کور کې د جهاز چلولو د تربیي مشین یا فلائټ سیمولیټر جاج اخلي.
چارواکو ویلي د هغه انجینېرانو په هکله هم تحقیقات کولی شي چې د کوالالمپور په هوائي اډه په بې درکه جهاز باند کار کړی دی.
د ملیشیا وزیراعظم نجیب رزاق ویلي دا خبره په ډیر زیات یقین کیدی شي چې چا قصداً د جهاز د مواصلاتو نظام بند کړی دی.
هغه وویل په اخیرې ځل چې د جهاز د مواصلاتو نظام بند کړی شو په هغه وخت جهاز د خپلې لار نه غرب لورې ته روان شوی وو.
نجیب رزاق ددې ویلو نه ډډه وکړه چې گني جهاز تښتول شوی دی. هغه وویل ټولو ممکنه حالاتو ته کتنه کولی شي.
د ملیشین ائیر لائنز جهاز چې پکې ٢٣٩ کسان سواره وو، د مارچ په اتمه نیټه کوالالمپور نه د چین سرښار بیجنگ ته د سفر په مهال بې درکه شوی دی.
چارواکې وايي د جهاز د لټون کار د قزاقستان او جنوبي هند سمندر پورې غځول شوی دی.
XS
SM
MD
LG