لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار سره دطالبانو دکميټۍ ليدنه


 ” حکومت دنيت په خلوص سره دخبرو اترو دعمل دکاميابۍ لپاره هڅې کوي“
” حکومت دنيت په خلوص سره دخبرو اترو دعمل دکاميابۍ لپاره هڅې کوي“
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي حکومت طالبانو سره دمذاکراتو دکاميابۍ لپاره د زړۀ لۀ تله هڅې کوي.
دخالي په ورځ دجماعت اسلامي(س) مشر مولانا سميع الحق په مشرۍ دطالبانو له لوري ټاکل شوې مذاکراتي کميټۍ اسلام اباد کې دکورنو چارو دوزير چوهدري نثارعلي خان سره ليدنه کړې.
سرچينې وائي ددغه ليدنې په مهال دطالبانو کميټۍ تيره ورځ وزيرستان کې دطالب مشرانو سره دترسره شوې ليدنې اؤ دطالبانو دپيغام په اړه داخله وزير ته حال احوال تير کړى دى.
دغه ليدنه وروستو له هغې شوې چې تيره ورځ په پيښور اؤ کوئټه کې د دوؤ چاودنو له امله خواوشا 100 کسان مړۀ اؤ ژوبل شوي وؤ.
دغه چاودنې په داسې حال کې شوې وې چې حکومت اؤ وسله والو طالبانو يو بل سره د ډزبندۍ اعلان کړى .
تيره اوونۍ اسلام اباد کې دوزيراعظم نواز شريف اؤ دمخالفې ډلې دمشر عمران خان ترمينځ ليدنه شوې وه اؤ ددغه ليدنې څخه وروستو حکومت طالبانو سره دنيغ په نيغه ليدنې لپاره يوه نوې کميټي جوړه کړې وه
دطالب مشرانو سره دنوې حکومتي کميټۍ دليدنې لپاره دځايې اؤ وخت ټاکنې په غرض دحکومت له لوري په ورکړل شوي يو ځانگړي هيلي کاپټر کې دطالبانو کميټي تيره ورځ شمالي وزيرستان ته رسيدلې اؤ دغلته يې دطالب مشرانو سره ليدنه کړې وه.
سرچينې وائي اسلام اباد کې دترسره شوې نننۍ ليدنې په مهال چوهدري نثارعلي خان دمذاکراتي عمل دکاميابۍ لپاره تر دې مهاله دطالبانو دکميټۍ له لوري دشوؤ هڅو ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې حکومت دنيت په خلوص سره دخبرو اترو دعمل دکاميابۍ لپاره هڅې کوي
. دسرچينو وينا ده چې داخله وزير دطالبانو کميټۍ ته دمذاکراتي عمل دمخ په وړاندې دبوتللو په حواله دکوټلې همکارۍ باور ورکړو.
دسرچينو وينا ده دطالبانو دکميټۍ مشر مولانا سميع الحق وويل چې ددواړو خواؤ له لوري دمذاکراتو منطفي انجام ته درسول کيدو جذبه ليدل کيږي اؤ ډير زر به دهواري لاره را اوځي.
مولانا سميع الحق هيله څرگنده کړه چې دطالبانو اؤ حکومت ددغو دوه اړخيزه رابطو په نتيجه کې به هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره لاره هواره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG