لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غدارۍ کيس کې محکمې دپرويز مشرف د گرفتارۍ وارنټ جاري کړى

سرکاري وکيل اکرم شيخ په دغه موقعه وويل تر دې مهاله د پرويز مشرف په امنيت 20 کروړه روپۍ لگول شوي کۀ هغه بيخي خوندي ځايې غواړي نو جيل تر ټولو خوندي وي د خپلې خوښې جيل دې غوره کړي هلته به پرې مقدمه وچلول شي

د پاکستان په پخواني پوځي واکمن جنرال ريټائرډ پرويز مشرف د غدارۍ سوره مقدمه کې ځانگړې محکمې د هغۀ د گرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړى دي اؤ وئيلي يې دي چې کۀ چرې پرويز مشرف په 31م مارچ محکمې ته وړاندې نۀ شو نو بيا دې گرفتار اؤ محکمې ته دې وړاندې کړل شي.
دجمعې په ورځ په پرويز مشرف د غدارۍ د چليدونکې ځانگړې محکمې رجسټرار عبدالغني سومرو د پرويز مشرف محکمې ته وړاندې کيدو څخه د استثنا په اړه خواست باندې دعدالتي پريکړې اورولو په ترڅ کې وويل "ملزم نن محکمې ته غوښتل شوى ؤ خو هغه وړاندې نۀ شوچې له دې امله محمې د هغه د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاړي کړى چې تعميل به يې په 31م مارچ د مشرف لخوا محکمې ته د وړاندې کيدو څخه د انکار په صورت کې کولى شي"
هغه وويل ددغه کيس بله اوريدنه به په 20م مارچ کيږي.
له دې وړاندې چې کله د ځانگړې محکمې د مشر جسټس فيصل عرب په مشرۍ کې درې کسيزه بينچ د غدارۍ د مقدمې اوريدنه پيل کړه نو دپرويز مشرف وکيلانو محکمې ته يو نوى درخواست وړاندې کړو په کوم کې چې دريځ اختيار کړل شوى ؤ چې ځانگړې محکمه د پرويز مشرف د رابللو واک نۀ لري اؤ د عدالت لخا د ملزم د راغوښتو قانون 1981 ايکټ کې د ترميم لارې ختم کړل شوى دى.
دپرويز مشرف وکيل انور منصور عدالت ته دا هم وويل چې د کورنو چارو وزارت پرويز مشرف ته د درېوؤ قسمه پيښو گواښونو يادؤنه کړې ده اؤ د هغۀ محکمې ته پيش کيدو دپاره ددغو گواښونو د مخنيوي اؤ مکمل حفاظت دپاره يوه نيمه يا دوه مياشتې وخت پکار دى.ترڅو د هغۀ په حفاظت مامور کسان نۀ يواځې ولټول شي بلکې د ذهنونو جاج يې هم واخستل شي.
سرکاري وکيل اکرم شيخ په دغه موقعه وويل تر دې مهاله د پرويز مشرف په امنيت 20 کروړه روپۍ لگول شوي کۀ هغه بيخي خوندي ځايې غواړي نو جيل تر ټولو خوندي وي د خپلې خوښې جيل دې غوره کړي هلته به پرې مقدمه وچلول شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG