لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو مذاکراتي کميټي شمالي وزيرستان ته رسيدلې


ددغه ليدنې بنيادي مقصد دنوې حکومتي کميټۍ دغړو اؤ طالبانو دمشرانو ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو لپاره لاره هوارول دي
ددغه ليدنې بنيادي مقصد دنوې حکومتي کميټۍ دغړو اؤ طالبانو دمشرانو ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو لپاره لاره هوارول دي
دپاکستان حکومت سره دجوړجاړي راوستو لپاره دطالبانو له لوري دټاکل شوې مذاکراتي کميټۍ غړي په يو ځانگړي هيلي کاپټر کې دزيارت په ورځ دافغانستان د پولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ته دطالب مشرانو سره ليدنې لپاره رسيدلي دي.
سرچينې وائي دشمالي وزيرستان مرکزي سيمې ميرانشاه ته درسيدو وروستو دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ غړي دکوم نامعلوم مقام په لوري روان دي.
طالب مشرانو سره دهغوي ددغه ليدنې بنيادي مقصد دنوې حکومتي کميټۍ دغړو اؤ طالبانو دمشرانو ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو لپاره لاره هوارول دي.
په نننۍ غونډه کې به دطالبانو دشورا اؤ نوې حکومتې کميټۍ ترمينځ دخبرو لپاره دنيټې اؤ ځايې ټاکنه کيږي اؤ دتفصيلاتو دروښانه کيدو وروستو به دنوې حکومتي کميټۍ غړي طالبانو سره خبرو لپاره قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ته رسيږي.
وزيرستان ته په رسيدلو دطالبانو مذاکرات کارو کې مولانا يوسف شاه،مولانا عبدالحئ اؤ دجماعت اسلامي پروفيسر ابراهيم شامل دي.
هغوي دغه قبائيلي سيمې ته تيره شپه دپاکستان دکورنو چارو دوفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره دشوې ليدنې څخه وروستو رسيدلي دي.
داسلام اباد څخه دروانيدو څخه دمخه ميډيا سره خبرو کې دټي ټي پي دمذاکراتي کميټۍ غړي مولانا يوسف شاه وويل دخبرو په اړه به قام ډير زر زير واوري.
هغه وويل دحکومتي استازو اؤ طالبانو دشورا ترمينځ تر دې مهاله دځايې ټاکنه نۀ ده شوې اؤ زياته يې کړه چې ليدنه کې به په ټولو چارو خبرې کيږي.
دسرچينو وينا ده چې تيره شپه ترسره شوې ليدنه کې داخله وزير چوهدري نثار دطالبانو مذاکرات کارو ته باور ورکړى چې دجوړجاړي دخبرو اترو ددوهم پړاؤ لپاره حکومت دنوې کميټۍ جوړول پايې ته رسولي.
دداخله وزارت له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چوهدري نثار علي خان دطالبانو ټاکل شوې ډلې سره خبرو کې هغوي ته خبردارى ورکړى چې کوم خلک چې دمذاکراتو لاره سبوتاژ کول غواړي دهغوي په ضد به گامونه اخستى شي
دطالبانو دپخوانۍ حکومتي کميټۍ غړي رحيم الله يوسفزئي هم وئيلي دي چې دطالبانو له لوري هيواد کې داوربند داعلان سره په منظرنامه کې (مثبت) بدلون راغلى دى.
طالب مشرانو سره دخبرو اترو لپاره په ټاکل شوې نوې حکومتي کميټۍ کې درې موجوده اؤ يو پخوانى بيوروکراټ شامل دى.
حکومت وائي چې دغه نوې کميټي به يوه فيصله سازه ډله وي اؤ دوزيراعظم دځانگړي مرستيال عرفان صديقي په مشرۍ مخکينۍ کميټۍ ته يواځې طالبانو سره درابطو قائمولو دنده سپارل شوې وه.
په نوې حکومتي کميټۍ کې دپورټس اينډ شپنگ وفاقي سکتر حبيب الله خان، دفاټا لپاره ايډيشنل سکتر ارباب محمد عارف، وزيراعظم هاؤس کې ايډيشنل سکتر فواد حسن فواد اؤ دپاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) غړى اؤ په افغانستان کې دپاکستان پخوانى سفير رستم شاه مهمند شامل دي.
بلخوا دپاکستان علماء کونسل چئيرمين حافظ طاهر اشرفي وزيراعظم نواز شريف سره دزيارت په ورځ په يوه ليدنه کې دطالبانو دغيرجنگيالو کسانو دخوشې کولو غوښتنه کړې ده.
په ډاگه دې وي چې دغه غوښتنه دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان له لوري مخې ته په راغلو غوښتنو کې شامله ده.
خو دپاکستان پوځ له دې وړاندې په يو ليکلي بيان کې دغه غوښتنه پروپيگنډه گرځولې وه اؤ ددې خبرې ترديد يې کړى ؤ چې گنې دطالبانو ښځې اؤ ماشومان يې په ولقه کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG