لاس رسیدونکی لینک

طالبان وائي داوربند باوجود يې په ضد عمليات روان دي


شاهدالله شاهد په ډاگه کړې چې دامنيتي ځواکونو له لوري بريدونه، گرفتارۍ اؤ بنديانو ته سزا ورکول داوربند خلاف ورزي ده.
دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان وياند شاهدالله شاهد دشورو په ورځ دعوه کړې ده چې داوربند داعلان باوجود دهغوي په ضد دامنيتي ځواکونو له لوري عمليات روان دي اؤ طالب جنگيالي نيولى اؤ ورته سزاگانې ورکولى شي.
ميډيا ته په جاري کړي خپل يو بيان کې شاهدالله شاهد په ډاگه کړې چې دامنيتي ځواکونو له لوري بريدونه، گرفتارۍ اؤ بنديانو ته سزا ورکول داوربند خلاف ورزي ده.
دخپلو ادعاوؤ دتفصيلاتو ورکولو په ترڅ کې طالب وياند وئيلي مهمندايجنسۍ کې دلټونې عمليات اؤ دمارټرو گوله باري روانه ده اؤ په کراچۍ، صوابۍ، چارسده اؤ پيښور کې دهغوي دډلې گڼ شمير غړي نيول شوي دي.
هغه وئيلي حکومتي حلقو کې گڼ داسې عناصر موجود دي چې مذاکراتي عمل متاثره کوي.
پاکستاني طالبانو دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه حکومت سره وروستو له هغې داوربند اعلان وکړو چې دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ وفاقي کابينې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دترهه گرۍ دپيښو وروستو طالبانو څخه په يو اړخيز ډول دغيرمشروطې جنگ بندۍ کولو غوښتنه وکړه.
طالبانو داوربند دغه اعلان وروستو له هغې وکړو چې دمهمند ايجنسۍ دطالبانو دڅانگې دمشر عمرخالد خراساني له لوري د٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دوژنې دادعا وروستو دهيواد په قبائيلي سيمو شمالي اؤ جنوبي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دپاکستاني فضائيې لخوا دترهه گرو په شکمنو تربيتي مرکزونو دجنگي جهازونو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه بمبارۍ اؤ گوله بارۍ کې دميډيا راپورونو ترمخه تندلارو ته درنه مرگ ژوبله واوړيده.
دطالبانو لخوا داوربند داعلان څخه وروستو مرکزي حکومت هم دهغوي په ضد دفضائي حملو اودرولو اعلان وکړو خوداحرارالهند په نوم ديوې تندروه ډلې لخوا دوه اوونۍ دمخه اسلام اباد کې په يو عدالت شوې حمله کې ديو جج پشمول د١٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو دذمه وارۍ قبلولو وروستو ددفاع وزير خواجه اصف رائيټرز سره اوس اوس په يوه مرکه کې طالبانو ته خبردارى ورکړى ؤ چې داوربند په خلاف ورزۍ کولو هم دمارچ په مياشت کې دهغوي په ضد قبائيلي سيمو کې په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کيدى شي.
خو طالب وياند شاهدالله شاهد پخپل بيان کې وئيلي دي چې ټي ټي پي داحرارالهند اؤ جندالله تندروه تنظيمونو سره هيڅ قسمه اړيکې نۀ لري.
XS
SM
MD
LG