لاس رسیدونکی لینک

په مشرف دغدارۍ مقدمه کې محکمې اوريدنه تر١٤م مارچ ځنډولې


دجسټس فيصل عرب په مشرۍ کې دځانگړې محکمې درې کسيز بينچ ددغه مقدمې اوريدنه دنهې په ورځ کړې ده.
دپاکستان پخوانى پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دنهې په ورځ دامنيتي گواښونو له امله دغدارۍ مقدمه کې ځانگړې محکمې ته په وړاندې کيدو کې ناکامه شوى دى.
دپرويز مشر وکيلانو دځانگړې محکمې په وړاندې دداخله وزارت هاغه خط پيش کړى چې پکې خفيه ادارو دپوځ په پخواني سرلښکر دقاتلانه حملې انديښنه څرگندنه کړې وه.
عدالت دغدارۍ مقدمه کې اوريدنه تر ١٤م مارچ پورې ځنډولې اؤ پخواني صدر ته يې دراتلونکې اوريدنې په مهال دپيش کيدو حکم کړى اؤ امکان دى که چرې پرويز مشرف دجمعې په ورځ دراتلونکې اوريدنې په موقع عدالت ته وړاندې شي نو په هغه به فردجرم لگي.
دجسټس فيصل عرب په مشرۍ کې دځانگړې محکمې درې کسيز بينچ ددغه مقدمې اوريدنه دنهې په ورځ کړې ده.
دصفايۍ وکيل احمدرضاقصوري محکمې ته وئيلي چې دداخله وزارت له لوري دغه خط داسلام اباد امنيتي ادارو ته ليږل شوى ؤ اؤ زياته يې کړه ددغه امنيتي گواښ په وجه ترڅو چې دمکملو امنيتي انتظاماتو باور نۀ وي ورکړل شوى پرويز مشرف عدالت ته نۀ شي وړاندې کيدى.
استغاثې دصفايۍ دوکيل په دريځ اعتراض وکړو اؤ وې وئيل په امنيت کې دنورې اضافې لپاره دعدالت اؤ پخواني صدر په حفاظت دمامورو يوولسو سوؤ عسکرو شميره غبرگه کيدى شي.
دائين دارټيکل شپږم لاندې په پخواني صدر دغدارۍ دمقدمې چلولو لپاره جوړې کړل شوې ځانگړې محکمې په ٢٤مه نيټه ددغه مقدمې کارروائي پيل کړې وه خو پخوانى صدر په ١٨مه فرورۍ په لمړي ځل ددرې کسيز بينچ په وړاندې پيش شوى، له دې وړاندې دامنيتي انديښنو اؤ ناروغتيا په اساس پرويز مشرف په يوه اوريدنه کې هم نۀ ؤ پي شوى.
تيره اوونۍ ځانگړې محکمې دملزم له لوري دعدالت دجوړولو اؤ ددغه عدالت دججانو دشکمنې متعصبانه رويې په ضد جمع کړل شوي درخواستونه رد کړي وؤ اؤ له دې وړاندې هم دغه محکمې دا مقدمه دارمي ايکټ لاندې پوځي عدالت کې دچلولو په اړه دپرويز مشرف درخواست رد کړى ؤ.
پرويز مشرف ددوهمې جنورۍ راهسې راولپينډۍ کې دزړۀ دمرضونو په يو پوځي هسپتال کې تر علاج لاندې دى.
په پخواني صدر تور دى چې هغه په دريم نومبر کال ٢٠٠٧م کې دايمرجنسي لگولو سره دهيواد ائين مات کړى ؤ اؤ وفاق دپرويز مشرف ددغه گام په ضد دائين دارټيکل شپږم لاندې په پرويز مشرف دمقدمې چلولو لپاره يوه ځانگړې محکمه جوړه کړې ده.
خو پرويز مشرف په ځان لگيدلي تورونه ردوي اؤ دريځ لري چې په هيواد کې دايمرجنسي لگولو پريکړه يې دهاغه وخت دوزيراعظم ، گورنرانو اؤ پوځي چارواکو سره يوه ليدنه کې دصلاح مشورې وروستو لگولې وه ، ځکه يواځې بايد په هغه مقدمه ونۀ چلول شي اؤ ددې ترڅنگ هغه دغه ايمرجنسي دپوځ دسرلښکر په حيثيت پځايې کړې وه ځکه په هغه په کوم سويلين عدالت کې نۀ بلکې په پوځي محکمه کې مقدمه چلول پکار دي.
XS
SM
MD
LG