لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيره اسماعيل خان کې وسله والو دپوليوډلې ساتونکي دوه پوليس وژلي


 دوه پوليس عسکر الياس اؤ ادريس خپلو کورونو ته ستنيدل چې په دغه مهال پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.
دوه پوليس عسکر الياس اؤ ادريس خپلو کورونو ته ستنيدل چې په دغه مهال پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.
وسله والو جنگيالو دپاکستان دخيبرپښتونخوا په ډير اسماعيل خان ضلع کې دنهې په ورځ دپوليو دمخنيوي دډلې په حفاظت مامور دوه پوليس عسکر وژلي دي.
دسرچينو وينا ده دډيره اسماعيل خان احمدگړهـ سيمه کې دپوليو ديوې ډلې دحفاظت دفرائضو ترسره کولو وروستو دوه پوليس عسکر الياس اؤ ادريس خپلو کورونو ته ستنيدل چې په دغه مهال پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دمړو شوؤ پوليسو مړي يې دپوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسولي دي.
پاکستان کې دپوليو دمخنيوي په ډلو اؤ دهغوي په حفاظت په مامورو پوليس عسکرو دتيرو څو کلونو راهسې خونړۍ حملې روانې دي چې پکې گڼ شمير دپوليو کارکوونکي اؤ پوليس عسکر وژل شوي دي.
پاکستان دنړۍ په هاغو دريوؤ هيوادونو کې شامل دى ، چرته چې دپوليو پشان دمعذوره کوونکې بيمارۍ څخه په لويې شمير کې ماشومان اغيزمن دي.
بل لوري ته په وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دپوليو دټاسک فورس دغونډې دمشرۍ کولو په مهال پاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف په نزدې کلونو کې دتندلارو لخوا دپوليو دډلو دپه نخښه کولو اؤ دټوپک په زور ددغه کمپائن داودرولو په پيښو دخفگان څرگندونه کړې ده.
ښاغلي شريف وويل هيواد څخه دپوليو دناروغۍ ختمولو لپاره دروغتيا بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې دپوليو دمخ په زياتيدونکو کيسونو دانديښنې څرگندولو په ترڅ کې وزيراعظم وويل بايد دپوليو ويکسين هر ماشوم پورې ورسول شي.
دجنورۍ په ١٧مه نيټه دصحت نړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دخيبرپښتونخوا سرښار ټوله نړۍ کې دپوليو ستر مرکز گرځولى ؤ اؤ په حکومت يې دپوليو دخاتمې لپاره دچټک گامونو اخستو غږ کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG