لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملیشیا د مسافرو بې درکه هوائي جهاز تراوسه نه دی معلوم شوی


د جهاز د لټون په کوششونو کې د اته هیوادونو هوائي او سمندري جهازونه مصروف دي
د جهاز د لټون په کوششونو کې د اته هیوادونو هوائي او سمندري جهازونه مصروف دي
د ملیشین ایئر لائنز هوائي جهاز چې ٢٣٩ کسان پکې سواره وو او د کوالالمپور نه بیجنگ ته د پرواز په مهال بې درکه شوی، لټون يي روان دی خو لا تر اوسه يي څه نخښې نښانې نه ښکارې.
د ملیشیا د هوا بازۍ یا سول ایوایشن مشر اظهر الدین عبدالرحمان د گل په ورځ وویل د بې درکه جهاز معلومولو دپاره د لټون کار روان دی خو د بوئنگ ٧٧٧ نومې جهاز هېڅ څیز هم نه دی موندلی شوی. جهاز د خالي په ورځ کوالالمپور نه د روانیدو یوه گنټه ورسته د ریډار نه غیب شوی دی.
چارواکو د جهاز د بې درکه کیدو هیڅ ممکنه سبب نه دی رد کړی چې پکې هائی جیکنگ او په هوا کې د حادثې امکانات شامل دي.
د جهاز د لټون په کوششونو کې د اته هیوادونو هوائي او سمندري جهازونه مصروف دي.
بلخوا د تهائي لینډ پولیس ویلي د پاسپورټونو پټونکو د یوې ډلې په هکله يي تحقیقات شورو کړې دي. د پولیس بیان په داسې مهال راغلی چې د ملیشن ایئر لائنز د مسافرو فهرست ښائې چې د دواو کسانو نومونه پکې شته خو دوي په جهاز کې نه وو سواره شوي.
دواړه کسان چې د یو تعلق د اټلي او د بل اسټریا سره دی، د مسافرو په فهرست کې يي نومونه شامل دي خو کوالالمپور نه بیجنگ ته تلونکې جهاز کې نه دي سواره شوي. د دواړو کسانو پاسپورټونه په تیرو دواو کلونو کې په تهائي لینډ کې چا پټ کړې وو. دا نه معلومه چې په دغه پاسپورټونه چا سفر کولو.
چارواکو د اتوار په ورځ ویلي د دواؤ نورو کسانو شناخت هم مشکوک دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG