لاس رسیدونکی لینک

تهر قحط : دسندهـ حکومت سره دنواز شريف دمرستې ژمنه


دځينو راپورونو ترمخه تهر کې تر دې مهاله دقحط په وجه د١٠٠ؤ نه زيات کسان مړۀ شوي چې پکې زياته شميره دماشومانو ده
دپاکستان دسندهـ صوبې په تهرپارکر سيمه کې دقحط په وجه دلسگونو ماشومانو په وژنه دصوبائي حکومت له لوري دغفلت داعتراف وروستو دپاکستان مشر قاضي تصدق حسين جيلاني ددغه پيښې پخپله نوټس اخستى اؤ وزيراعظم ميا نواز شريف دخالي په ورځ دسندهـ صوبائي حکومت ته دخوراک اؤ اوبو دکمي سره دمخ خلکو په مرسته کې دهررشان مرستې کولو ژمنه کړې ده.
دخالي په ورځ جاري شوي يو بيان کې وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي په کليو کې دخوراک په انتظار دناستو کسانو اؤ دناروغو ماشومانو دعلاج لپاره به ټولې وسيلې پکار راوستى شي.
بيان زياتوي وفاقي حکومت به دسندهـ حکومت سره دې لړ کې هررقم ممکنه مرسته کوي اؤ زياتوي چې دافتونو په وخت دمرستې اداره ( اين ډي ايم اى) اؤ نورو محکمو هغه دصورتحال څخه خبر ساتلى.
دتهرپارضلعې په اغيزمنو سيمو کې پوځ هم امدادي خوراک رسوي اؤ دروغتيائي کيمپونو انتظام کوي.
دخالي په ورځ داين ډي ايم اى مشر وياند کامران ضياء وئيلي دي چې دفرورۍ دپيل څخه دتهرپارکر په کليو کې تر دې مهاله ٢٣ ماشومان مړۀ شوي دي.
خو دځينو راپورونو ترمخه تهر کې تر دې مهاله دقحط په وجه د١٠٠ؤ نه زيات کسان مړۀ شوي چې پکې زياته شميره دماشومانو ده.
هغه وئيلي دا نۀ ده په ډاگه چې دغه ماشومان دخوراک دکمي اؤ که دروغتيائي ستونزو له امله مړۀ شوي دي.
دسندهـ حکومت دجمعې په ورځ تهر کې دماشومانو په وژنه کې دهاغو افسرانو دتعين لپاره يوه کميټي هم جوړه کړې چې مجرمانه غفلت يې کړى دى.
دسپريم کورټ له لوري دجمعې په ماښام جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي ورځپانو اؤ په ټي وي چينلو مخې ته راغلو خبرونو کې تهرپارکر سيمه کې دخوراک دسخت کمي په وجه خواؤشا د١٠٠ؤ ماشومانو دوژنې اؤ هلته دقحط پشان دصورتحال پيدا کيدو خبره شوې ده.
دبيان ترمخه په دغه اطلاع چيف جسټس دنوټس اخستو په ترڅ کې په لسم مارچ داوريدنې په مهال دسندهـ چيف سکتر څخه راپور غوښتى.
XS
SM
MD
LG