لاس رسیدونکی لینک

پاکستان ته په ماتې ورکولو سري لنکا ايشياء کپ وگټلو


Pakistan's Umar Akmal celebrates after scoring a century against Afghanistan during their Asia Cup 2014 one-day international (ODI) cricket match in Fatullah February 27, 2014. REUTERS/Andrew Biraj (BANGLADESH - Tags: SPORT CRICKET TPX IMAGES OF THE DAY)
دبنگله ديش ميرپور ښار کې دايشياء کپ کرکټ ټورنامنټ په فائنل ميچ کې سري لنکا پاکستان ته په پنځوؤ وکټو ماتې ورکړې اؤ ايشياء کپ يې پخپل نوم کړى دى.
پاکستان دټاس گټلو وروستو دسري لنکا په ضد دلمړي بيټنگ کولو په ترڅ کې په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې دپنځوؤ وکټو په تاوان ٢٦٠ رنز جوړ کړي وؤ اؤ دګټې لپاره يې د٢٦١ رنزو هدف ټاکلى کوم چې سري لنکا په 46.2 اورونو کې دپنځوؤ وکټو په تاوان پوره کړو اؤ دغه شان يې ايشياء کپ وگټلو.
دسري لنکا تهريمانى سنچري جوړه کړې اؤ په دغه ميچ کې جى وردهنى هم دنيمې سنچرۍ په جوړولو کې کامياب شوى.
لمړي پاکستاني بيټسمينان نن دسري لنکا دلستهـ ملنگا دتيز رفتاره بالنگ په وړاندې ونۀ دريدى شول اؤ د١٨ رنز په مجموعي سکور دپاکستان درې وکټې غورځيدلي.
خو دکپتان مصباح الحق اؤ فواد عالم ترمينځ دښې شراکت دارۍ سره دپاکستان ټيم په مضبوط پوزيشن کې راغلى.
فواد عالم ددريوؤ چکو اؤ اتوؤ چوکو په مدد سره ١١٤، کپتان مصباح الحق ددوؤ چکو اؤ دريوؤ چکو په مدد سره ٦٥ اؤ عمر اکمل داوؤ چوکو په مدد سره ٥٩ رنز جوړ کړل.
دپاکستان په اؤټ شوؤ لوبغاړو کې شرجيل خان،احمد شهزاد اؤ حفيظ اؤ مصباح الحق اؤ عمر اکمل شامل دي اؤ دغه پنځه واړه لوبغاړي لستهـ مالنگا اوټ کړي دي.
پاکستان : شرجيل خان، احمدشهزاد، محمد حفيظ، مصباح الحق،فوادعالم، عمراکمل ، شاهد افريدي، محمد طلحه، عمرگل، سعيد اجمل اؤ جنيد خان.
سري لنکا : کُشل جنيتا پريرا، تهرمانى، کُمار سنگاکارا، مهيلا جى وردنى، اشن، انجلو متهيوز،چټورنگا ډيسلوا،تهسرا پيررا، سچتهرا سنناياکى، سرنگا لکمل اؤ لستهـ ملنگا.
XS
SM
MD
LG