لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد : دمقناطيسي بم چاؤدنه کې اولسوال نوراغا وژل شوى دى


 دننگرهار دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئي وائي پيښه کې پينځه لارويان معمولي ژوبل شوي
دننگرهار دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئي وائي پيښه کې پينځه لارويان معمولي ژوبل شوي
چارواکي وائي دافغانستان ختيز ولايت ننگرهار کې دخالي په ورځ ديو اولسوال په گاډي پسې دنښلول شوي مقناطيسي بم دچاؤدنې له امله اولسوال نوراغا کامران اؤ دهغه ساتونکى وژل شوي دي.
دننگرهار دپوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې نن سحر نهه بجې دنازيان اولسوالۍ داولسوال نور اغا کامران په گاډي پسې نښلول شوى بم دجلال اباد ښار کې چاؤديدلى اؤ دبدقسمتۍ نه اولسوال نورغا کامران سره دخپل ساتونکي وژل شوى اؤ گڼ شمير کسان ژوبل شوي دي.
دننگرهار دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئي وائي پيښه کې پينځه لارويان معمولي ژوبل شوي اؤ هغوي دروغتون څخه فارغ کړل شوي دي.
ددغه پيښې مسؤليت په سمدستي ډول چا په غاړه نۀ دى اخستى ، خو طالبانو له دې وړاندې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې په بهرنو پوځيانو اؤ لوړپوړو چارواکو دبريدونو پړه په غاړه اخستې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG