لاس رسیدونکی لینک

دطالبانو په ضد روانه مياشت کې پوځي عمليات پيل کيدى شي


” دا به مياشتې نۀ اخلي، مونږ ته به دمارچ په مياشت کې مارچ کول وي“
رائيټرز پخپل يو راپور کې دعوه کړې ده چې پاکستان دافغانستان دپولې ترڅنگ قبائيلي سيمو کې دطالب ياغيانو په ضد روانه مياشت کې عمليات پيل کولى شي اؤ وائي ددفاع وزير تندلارو ته داوربند په خلاف ورزۍ کولو خبردارى ورکړى دى.
په داسې حال کې چې پاکستاني طالبانو اؤ حکومت ديو بل په ضد دوسله والو هلو ځلو اودرولو اعلان کړى دگل په ورځ وسله والو جنگيالو دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې په يو عدالت حکمله کړې وه چې پکې ديو جج پشمول ١١ کسان وژل شوي وؤ.
که هر څو پاکستاني طالبانو ددغه حملې سره دلا تعلقۍ څرگندونه کړې وه ، خو دطالبانو څخه بيلې شوې يوې تندروه ډلې ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى ؤ.
رائيټرز سره يوه مرکه کې دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې که چرې تندلاري تيره اوونۍ داعلان شوې اوربند تعميل ونۀ کړي نو حکومت به هم قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ځالو دبمبارۍ کولو يا هلته دپوځيانو ليږلو څخه ډډه نۀ کوي.
دتندلارو لخوا دحملو ددوامداره ساتلو په صورت کې دحکومتي غبرگون ښکاره کولو سره خواجه اصف وويل ” دا به مياشتې نۀ اخلي، مونږ ته به دمارچ په مياشت کې مارچ کول وي“
ددفاع وزير خواجه اصف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې هم نن دجمعې په ورځ دپاکستان دپوځ دمشر جنرال راحيل شريف په مشرۍ کې دکورکمانډرانو په يوه غونډه کې دسرچينو په وينا فيصله شوې چې مستقبل کې په پوځي تنصيباتو دحملو صورت کې به دتندلارو په ځالو فضائي حملې دوامداره ساتلى شي.
خواجه اصف چې له دې وړاندې طالبانو سره دخبرو پلوي ؤ، اوس دوزيراعظم نواز شريف په کابينه کې دشاملو هاغو زياتو غړو څخه يو دى څوک چې باور کوي دطالبانو دځالو په ضد دسختې پوځي کارروايۍ وخت دى.
دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو لخوا دخونړو حملو ترسره کيدو وروستو په نواز شريف قبائيلي سيمو کې دطالبانو په ضد دکوټلو پوځي عملياتو پيل کولو لپاره کورنى فشار سيوا شوى خو ښاغلي شريف تيره مياشت قومي اسمبلۍ ته دوينا په مهال وويل امن ته يوه بله موقع ورکول غواړي اؤ په دغه غرض يې طالبانو سره دخبرو لپاره يوه مذاکراتي کميټۍ هم وټاکله.
دطالبانو له لوري لمړى کراچۍ کې د١٣ؤ عسکرو دوژنې اؤ بيا په مهمند ايجنسۍ کې دايف سي د٢٣ؤ عسکرو څخه دسرونو پرې کولو دپيښې وروستو دحکومت په دريځ کې ناڅاپي بدلون راغلى اؤ وفاقي کابينې طالبانو څخه په يو اړخيزه توگه دغيرمشروطې جنگ بندۍ کولو غوښتنه وکړه.
دطالبانو له لوري دجنگ بندۍ ددغه اعلان کيدو باوجود هم دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو حملې دوامداره دي کومې چې دنواز شريف دحکومت لپاره دانديښنې وړ دي.
د٢٠٠٧م راهسې دپاکستان پوځ دجنوبي وزيرستان پشمول بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي اؤ دعوه يې کړې چې زياتره قبائيلي سيمې يې دتندلارو څخه پاکې کړي.
خو سره ددې چې شمالي وزيرستان کې پاکستاني طالبانو دافغان طالبانو دډلو سره پناه اخستې په دغه قبائيلي سيمه کې باقاعده پوځي عمليات نۀ دي ترسره شوي.
خواجه اصف وويل” که په مونږ حمله کيږي، په رياست حمله کيږي، په اولسي وگړو حمله کيږي، په پوځيانو حمله کيږي نو مونږ به ځوابي کارروائي کوؤ“
ښاغلي اصف وويل اوس دا ډير کم خلک مني چې گنې طالبان په ريښتوني ډول په مذاکراتو ژمن دي اؤ زياته يې کړه” دحملې نه څلور ورځې پس هم طالبانو ددغه تش په نوم دبيلې شوې ډلې غندنه ونۀ کړه، مونږ داوربند خلاف ورزي نۀ ده کړې، دا بهرنۍ ډلې دي، هغوي زمونږ تر قابو لاندې نۀ دي“
XS
SM
MD
LG