لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډیوې مشاعره


 ډیوه ریډیو هره میاشت یو ځل د یوی رسمي مشاعرې تابیا کوی
ډیوه ریډیو هره میاشت یو ځل د یوی رسمي مشاعرې تابیا کوی
د بیان، تلقین، تبلېغ، تنقید، جمال، جلال اوکائنات جزیات چې یو شي او د ېو وزن په سانچه کې د تخليقي عمل نه ترتیب واخلي نو چې کومه مجموعه تری جوړه شي هغه شعر وي، دې مجموعه کې ټول جزیات یو ځاېې هم راتلې شي او بیل بیل هم. او په فکري توگه کوټلې هم کیدی شي او نیمگړې هم— دشعر دغه تشريح کېدې شي نوې نه وي خو انداز ېې نوی یا بدل کیدی شي. ددغه تشریح نه پرته د سوونو په شمېره کې ډیرو پوهانو د شعر په بل رنگ تشريح هم کړې خو کومه خبره چې سکوټه ده او ټول پرې ېو دي هغه داده چې د پښتنو په گډون اکثرو، قامونو د قامي سياست بنېادي فلسفه، د شاعرانو نه په شعرونو کې زده کړې ده- پښتون قام ته هم شاعرانو خپلې سېاسي گټې او تاوانونه، غلیم او ملگری، ، تور او سپين،سم او خطا،او رغي او ژور سیاسي فکرونه او شخصيتونه ښودلي- د پیر روښان د تحریک د روښانیانو مرزاخان انصاري، دولت خان لواڼي او د ملا ارزاني خیشگي نه تر د اجمل خټک پورې داسې بریښي چې د منصب او مسند د خاوندانو رهنمائي هم د بیت او شعر په چوکاټ کې شوې وي.
ډیوه ریډیو هره میاشت یو ځل د یوی رسمي مشاعرې تابیا کوی . دا ځل د ډيوه رېډېو مېاشتنۍ مشاعره نړيواله وه چې پکې ښاغلې عمر ګل عسکر(کوېټه- پاکستان)، ښاغلې عظیم بورا( ټانک- پاکستان)، ښاغلې ساګر تنقیدي(کراچۍ- پاکستان)، ښاغلې امت بنګش(قطر)، ښاغلې پیرقاېل بغړزۍ(رياض- سعودي عربستان) او اغلې رڼا مومند (کليفورنیا امريکه) نه برخه اخستی ده د امریکې د سر ښار واشنگټن ډي سي د وي او اې په سټوډیوز کې ېې کوربه رحمان بونېری ؤ- تاسو ېې دلته اورېدې شۍ
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:59:24 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG