لاس رسیدونکی لینک

هنگو : بمي چاؤدنه کې دپوليټيکل ايجنټ پشمول څلور کسان ژوبل شوي


ددغه چاؤدنې په نتيجه کې پخپله پوليټيکل ايجنټ رياض محسود اؤ دوه نور مرستيال پوليټيکل ايجنټان اؤ يو تحصيلدار ژوبل شوى دى.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې دکرمې ايجنسۍ دپوليټيکل ايجنټ په کاروان دزيارت په ورځ ترسره شوې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دپوليټيکل ايجنټ رياض محسود پشمول څلور کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو ترمخه د پوليټيکل ايجنټ رياض محسود کاروان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور ته روان ؤ چې دهنگو په ټل تحصيل کې پرې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه.
ددغه چاؤدنې په نتيجه کې پخپله پوليټيکل ايجنټ رياض محسود اؤ دوه نور مرستيال پوليټيکل ايجنټان اؤ يو تحصيلدار ژوبل شوى دى.
بمي چاؤدنه کې ژوبل کسان دعلاج لپاره کمپائنډ ملټري روغتون ته رسول شوي اؤ دپيښې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې ده.
دطالبانو اؤ پاکستان دحکومت لخوا ديو بل په ضد دوسله والو کارروائيو داودرولو داعلان څخه راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې ترهه گريزو پيښو کې يوځل بيا اضافه شوې ده اؤ دمارچ په ٥مه نيټه هم هنگو کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دسړک دغاړې بمي چاؤدنه شوې وه چې پکې دايف سي شپږ عسکر وژل شوي اؤ ٨ نور ژوبل شوي وؤ.
څيړونکي پوښتنه راولاړوي چې که هرکله دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دډزبندۍ باوجود هم په امنيتي ځواکونو دبمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو لړۍ نۀ تم کيږي نو بيا دغه مذاکرات اخر دکوم مقصد دپاره پرمخ وړل کيږي.
هنگو دقبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ سره گډه پوله لري ، کومه چې دپاکستان دهاغو قبائيلي سيمو څخه يوه ده چرته چې باور کيږي دطالبانو اؤ القاعده سره تړلو جنگيالو خپلې محفوظې ځالې جوړې کړي دي..
XS
SM
MD
LG