لاس رسیدونکی لینک

نواز شريف وائي هيواد څخه به دترهه گرۍ دنوغي ويستو وروستو په ارام کښينو


بيان کې وئيل شوي دفيصله سازۍ دعمل دنور موثره کولو لپاره به دواړه ډلې په نوؤ تگلارو غور کوي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي پاکستان دترهه گرۍ دروند قيمت ادا کړى اؤ اوس به دهيواد څخه دهررقم ترهه گرۍ دنوغي دويستو وروستو په ارام کښينو.
دزيارت په ورځ دحکومت اؤ طالبانو دمذاکراتي کميټو سره وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دليدنې په مهال نواز شريف وويل دهيواد دوزيراعظم په توگه دامنيت ټينگښت دهغه مسؤليت دى اؤ زياته يې کړه چې دوينو بهيدو دا لړۍ په فوري توگه اودريدل پکار دي.
په دغه موقع دټي ټي پي مذاکرات کار مولانا سميع الحق، پروفيسر اپراهيم ، مولانا يوسف شاه، دحکومتي مذاکراتي کميټۍ څلور واړه غړي اؤ داخله وزير چوهدري نثار علي خان هم موجود وؤ.
دزيارت په ورځ دغونډې څخه وروستو دوزيراعظم هاؤس څخه په جاري شوې يوه گډه اعلاميه کې وئيل شوي دي موجوده کميټۍ به يواځې درابطې فرائض ترسره کوي.
بيان کې وئيل شوي دفيصله سازۍ دعمل دنور موثره کولو لپاره به دواړه ډلې په نوؤ تگلارو غور کوي.
بيان کې زياته شوې ده چې دامن په نشتوالي کې به هيواد کې خوشحالي نۀ وي اؤ زياتوي چې پاکستان څخه به هرشان ترهه گري ختمولى شي.
بيان وائي چې دفيصله سازۍ نوى پړاؤ به ددواړو کميټو صلاح مشورو اؤ لارښوونو ته اړتيا لري.
سرچينې وائي غونډه کې دامن خبرو اترو دمخ په وړاندې بوتللو لپاره په بيلا بيلو لارو چارو غور وشو.
سرچينې وائي دغونډې په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل حکومت دمذاکراتو دکاميابۍ هيله لري اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره به هڅې دوامداره ساتلى شي.
ښاغلي شريف وويل دطالبانو دکميټۍ له لوري چې کوم تجويزونه مخې ته راغلي په هغې به هم غور کولى شي.
دهغه وينا وه دا يې ائيني، اخلاقي اؤ سياسي ذمه واري ده چې ټولې خواوې په ميز کښينوي اؤ د ستونزې هوارى راوباسي اؤ پخپله دغه ذمه وارۍ کې به دغفلت څخه کار نۀ اخلي.
وزيراعظم وويل داولس دځان ومال تحفظ يې دحکومت لمړۍ ترجيح ده.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې دجمعيت علماء اسلام(س) مشر اؤ دطالبانو دکميټۍ مشر مولانا سميع الحق وئيلي دي که دمينځگړتوب نوې کميټۍ جوړې کړل شي نو دا به دامن خبرو اترو لپاره گټورې وي.
مولانا سميع الحق وويل وزيراعظم سره ليدنه گټوره وه اؤ زياته يې کړه چې نواز شريف دامن مذاکراتو لپاره ددواړو کميټو لخوا تر دې مهاله شوې هڅې وستائيلې.
هغه وويل اوس دفيصلو کولو وخت رارسيدلى اؤ په داسې حال کې چې ثالثي کميټو دمذاکراتو لپاره دروازې پرانستي دمعاملو دهواري هيله ده.
ديوې پوښتنې په ځواب کې سميع الحق وويل وزيرستان ته به په يوه يا دوؤ ورځو کې ديو سفر بندوبست وشي.
په دغه موقع سميع الحق” ددريم قوت“ په اړه خپل دريځ تکرار کړو اؤ وې وئيل حکومت اؤ ټي ټي پي ته په شريکه ددغه قوت څخه دپردې پورته کولو اړتيا ده.
په اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې دحکومتي مذاکراتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وويل دحکومتي مذاکرات کارو څخه به يو دټي ټي پي دسياسي شورا سره ليدنه کوي.
صديقي وويل وخت رارسيدلى چې دامن خبرو څخه نتيجې ترلاسه شي ځکه چې هغوي دوهم پړاؤ يعنې دفيصلې کولو عمل ته داخل شوي دي.
سرچينې وائي دزيارت په ورځ شوې دغه ليدنې کې فيصله شوې ده چې دکميټۍ دغړو په شميره کې به اضافه کولى شي اؤ دامن خبرو اترو کې به ټولې اړونده خواوې شاملولى شي.
XS
SM
MD
LG