لاس رسیدونکی لینک

افغان حکومت : دنيټو فضائي حمله کې پينځه افغان عسکر وژل شوي


ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي پيښه کې دپينځوؤ افغان عسکرو دوژل کيدو اؤ ٨ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى
چارواکي وائي دزيارت په ورځ دافغانستان په مرکزي لوگر ولايت کې په يوه پوسته دنيټو ځواکونو په يو فضائي بريد کې لږ ترلږه پينځه افغان عسکر وژل شوي اؤ ١٧ نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي دغه پيښه دزيارت په شپه خواؤشا دوه بجې دچرخ اولسوالۍ په بنډوکه نومې سيمه کې رامينځته شوې ده اؤ دوالي وياند دين محمد درويش وائي دسيمه ييزو چارواکو يوې ډلې ته دپيښې دپلټنو دنده سپارل شوې ده.
دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي پيښه کې دپينځوؤ افغان عسکرو دوژل کيدو اؤ ٨ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى.
سرچينې وائي دغه پوسته اوس اوس دبهرنو ځواکونو لخوا افغان عسکرو ته سپارل شوې وه.
په افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو ددغه پيښې اؤ پکې درامينځته شوې مرگ ژوبلې په اړه خپل غبرگون نۀ دى ښودلى ، خو افغان صدر حامد کرزي له دې وړاندې دنيټو په فضائي بريدونو کې داولسي وگړو اؤ افغان عسکرو په وژنه سختې نيوکې کړي اؤ څو ځله يې دبهرنو ځواکونو څخه دشپې په وخت دعملياتو نۀ ترسره کولو غوښتنې کړي دي.
XS
SM
MD
LG