لاس رسیدونکی لینک

دطالبانو اؤ حکومتي کميټۍ وائي دمذاکراتو راتلونکى پړاؤ به زيات موثره وي


ددواړو خواؤ دکميټو په غونډه کې دطالبانو له لوري دډزبندۍ دغه اعلان په داسې حال کې ستائيل شوى چې ددغه اعلان څخه راپديخوا هم په پاکستان کې په امنيتي ځواکونو بريدونه دوامداره دي.
دشورو په ورځ په پاکستان کې دتندروه ياغي طالبانو اؤ حکومت ترمينځ دروغې جوړې دپاره دټاکل شوؤ کميټو غونډه کې داوربند په اعلان داطمينان څرگندونه شوې اؤ وئيل شوي دخبرو اترو لمړى پړاؤ په برياليتوب ته سرته رسيدلى اؤ ددوهم پړاؤ دلا موثر کولو دپاره به يوه غوره تگلاره مخې ته راوړل کيږي.
ددواړو خواؤ دکميټو په غونډه کې دطالبانو له لوري دډزبندۍ دغه اعلان په داسې حال کې ستائيل شوى چې ددغه اعلان څخه راپديخوا هم په پاکستان کې په امنيتي ځواکونو بريدونه دوامداره دي.
تيره ورځ په پلازمينه اسلام اباد کې دمحکمې دننه ترسره شوې خودکش حمله کې ديو جج په گډون د١١ؤ وگړو دوژل کيدو دپيښې څخه وروستو دپاکستان دکورنو چارو وزير وئيلي وؤ يواځې دا خبره دقناعت وړ نۀ ده چې طالبان ددغه پيښې سره لاتعلقي څرگنده کړي بلکې دوي بايد ددې بريد غندنه هم وکړي.
خو طالبانو تر دې مهاله دډزبندۍ څخه وروستو دکيدونکو بريدونو هيڅ رقم غندنه نۀ ده کړې.
دخيبرپښتونخوا په اکوړي سيمه کې دمولانا سميع الحق په ديره کې ترسره شوؤ مذاکراتو کې په دې خبره صلاح شوې ده چې دطالبانو لخوا دټاکل شوې مذاکراتي کميټۍ دغړو ليدنه به دوزيراعظم نواز شريف سره کولى شي.
دمذاکراتو په پايې کې په جاري شوې اعلاميه کې وئيل شوي په نننو خبرو اترو کې دطالبانو لخوا دډزبندۍ اؤ دامنيتي ځواکونو لخوا دهغوي په ضد دکارروايۍ اودرولو ستائينه شوې اؤ دا دامن په لور يو مهم گام گرځول شوى دى.
داعلاميې له مخې کميټي به دمذاکراتو ددوهم پړاؤ موثر کولو دپاره اوس يوه زياته غوره تگلاره مخې ته راوړي.
دپاکستان دحکومت طالبانو سره دټاکل شوې مذاکراتي کميټۍ مشر عرفان صديقي په دغه مهال ميډيا سره خبرو کې وئيلي ددواړو لورو دکميټو لمړى مقصد دډزبندۍ اعلان کول وؤ اؤ دمذاکراتو په لمړي پړاؤ کې طالبانو اؤ حکومت دغه اعلان کړى دى چې دا يو لويې برياليتوب دى.
ښاغلي صديقي وويل نننۍ غونډه کې دطالبانو کميټۍ خواهش څرگند کړى چې بايد وزيراعظم سره دهغوي ليدنه وشي.
هغه وويل په دې خبره اتفاق شوى دى چې دطالبانو کميټې ته به وزيراعظم سره دليدنې موقع ورکولى شي اؤ اوس به دمذاکراتو عمل نور هم په ښه انداز کې پرمخ وړل کيږي.
همدغه شان دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ مشر مولانا سميع الحق په دغه موقع تور ولگولو چې دمذاکراتو دعمل دناکامۍ لپاره بيلابيل قوتونه هڅې کوي اؤ دعوه يې وکړه چې طالبانو داوربند لپاره په نظام يا اساسي قانون کې دبدلون شرط نۀ دى ايښودى.
له دې وړاندې راپورونو کې دعوه شوې وه چې اکوړي کې روانه دغه غونډه کې دموجوده کميټو په ماتولو اؤ دنوؤ کميټو په جوړولو غور روان دى.
سرچينو دعوه کړې وه چې دپاکستان حکومت دامن خبرو دمخ په وړاندې وړلو لپاره دموجوده مذاکراتي کميټۍ دماتولو اؤ ديوې نوې کميټۍ جوړولو پريکړه کړې ده.
سرچينې وائي په نوې کميټۍ کې به دوسله والو پوځونو، دمسلم ليگ(ن) دمرکزي حکومت غړي، پخپله دخيبرپِښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک اؤ يا دهغه يو استازى به کميټۍ کې شاملولى شي.
امکان دى چې دپاکستان داستخباراتي شبکې( ائي ايس ائي) څخه هم يو لوړپوړى چارواکى هم شامل شي اؤ داخله وزير چوهدري نثار علي خان به پکې مرکزي کردار ادا کوونکى شخصيت وي.
دسرچينو وينا ده چې دموجوده مذاکراتي کميټۍ دماتولو اؤ دنوې کميټۍ جوړولو دغه وړانديز وزيراعظم نواز شريف سره اوس اوس ترسره شوې ديوې ليدنې په مهال ميجر(ر) عامر خان ورکړى ؤ.
XS
SM
MD
LG