لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي دامنيت دټينگښت لپاره به هڅې دوامداره ساتلى شي


 مذاکراتي کميټۍ دريځ خپل کړو چې ددغه شان پيښو دجاري پاتې کيدو سره به دامنيت دټينگښت لپاره روان عمل ته زيان ورسيږي.
مذاکراتي کميټۍ دريځ خپل کړو چې ددغه شان پيښو دجاري پاتې کيدو سره به دامنيت دټينگښت لپاره روان عمل ته زيان ورسيږي.
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دنهې په ورځ وئيلي دي چې هيواد کې اوږدمهاله اؤ مستقل امن دحکومت لمړۍ ترجيح ده دکوم دپاره چې به هررقم هڅې دوامداره ساتلى شي.
نواز شريف دغه څرگندونې وزيراعظم هاؤس کې طالبانو سره دجوړجاړي لپاره دټاکل شوې مذاکراتي کميټۍ دغړو سره دخبرو په مهال کړي دي.
غونډه کې دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان، دقومي چارو په اړه دوزيراعظم ځانگړي مرستيال عرفان صديقي، ميجر(ر) محمد عامر، رستم شاه مهمند اؤ رحيم الله يوسفزئي هم گډون کړى دى.
غونډه کې روانه مياشت کې دپاکستاني طالبانو له لوري حکومت سره دجنگ بندۍ داعلان اؤ خيبرايجنسۍ اؤ اسلام اباد کې درامينځته شوؤ بدو پيښو جاج هم واخستل شو.
مذاکراتي کميټۍ دريځ خپل کړو چې ددغه شان پيښو دجاري پاتې کيدو سره به دامنيت دټينگښت لپاره روان عمل ته زيان ورسيږي.
مذاکراتي کميټۍ دمستقبل دموثره تگلارې په اړه وزيراعظم ته خپل تجويزونه هم وړاندې کړل.
وزيراعظم سره دمذاکراتي کميټۍ غړو په داسې حال کې ليدنه کړې چې يوه ورځ دمخه اسلام اباد کې تيره ورځ په يوه عدالتي ودانۍ شوې حمله کې ديو ډسټرکټ اينډ سيشنز جج پشمول ١١ کسان وژل شوي وؤ.
پاکستاني طالبانو دگل په ورځ ددغه حملې سره دلا تعلقۍ څرگندونه کړې خو وروستو يې ذمه واري داحرارالهند په نوم يوې ډلې واخسته چې باور کيږي دغه ډله دټي ټي پي څخه بيله شوې يوه کمه شهرت لرونکې څانگه ده چې دټي ټي پي څخه يې اوس اوس حکومت سره دمذاکراتو کولو په معامله لارې بيلې کړي دي.
وزيراعظم به وروستو دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف اؤ دنورو قومي امنيتي چارواکو سره هم دمذاکراتو دمستقبل په اړه بحث کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG