لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسي : دنيټو په کانټينرو بريد کې دوه کسان وژل شوي


څلور کنټينرې افغانستان ته روانې وې چې په موټر سائيکل سورو دوؤ وسله والو پرې جمرود کې ناتاره ډزې وکړې
چارواکي وائي دافغانستان د پولې ترڅنگ په پاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنس کې دنهې په ورځ وسله والو جنگيالو افغانستان ته نيټو لپاره په سامان وړونکو گاډو بريد کړى چې پکې دوه کسان وژل شوي دي.
سرچينې وائي دنيټو ځواکونو لپاره افغانستان ته په سامان وړونکو گاډو دخيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې وسله والو جنگيالو بريد کړى دى.
يو سيمه ييز انتظامي چارواکي جهانگير اعظم وزير دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل څلور کنټينرې افغانستان ته روانې وې چې په موټر سائيکل سورو دوؤ وسله والو پرې جمرود کې ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې دوه کسان ووژل شول
هغه وويل پيښه کې يوتن په موقع مړ شو اؤ بل هسپتال ته درسول کيدو په مهال لاره کې دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.
ددغه پيښې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې.
خيبرايجنسي دپاکستان دهاغو قبائيلي سيمو څخه يوه ده چې پکې گمان کيږي دطالبانو اؤ القاعده سره تړلو جنگيالو خپلې محفوظې ځالې جوړې کړي اؤ په تيرو وختونو کې خيبرايجنسۍ کې هم دغلته دنيټو په کنټينرو بريدونه ترسره شوي چې پکې گڼ شمير دټرکونو ډرائيوران وژل شوي اؤ دنيټو سامانونو ته زيان رسيدلى دى.
دخيبرپښتونخوا په لاره دنيټو سپلائي اوس اوس وروستو له هغې بحال شوې چې صوبه کې دواکمن سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف کارکوونکو خپل احتجاج ختم کړو، دپيښور هائيکورټ دنيټو دکنټينرو مخه نيول غيرقانوني گرځولي وؤ.
XS
SM
MD
LG