لاس رسیدونکی لینک

راپور : خيبرپښتونخوا کې ٣٩ تندروه ډلې فعاله دي


پارليماني مشرانو حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دډيره اسماعيل خان په جيل دشوې حملې دراپور په اړه دې خبر کړل شي
دگل په ورځ خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دحکومتي اؤ مخالفو چوکو پارليماني مشرانو دبندو دروازو تر شا ديوې غونډه په مهال صوبه کې په امنيتي صورتحال غور کړى دى.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان دسرچينو له خُلې ليکلي چې دغه غونډه کې لوړپوړو چارواکو په امنيتي صورتحال حال احوال تير کړى اؤ وئيلي يې دي چې صوبه کې ٣٩ تندروه ډلې فعاله دي اؤ ٢٠ نورې ډلې دپاکستاني طالبانو په جامه کې دقلنگ اخستو، دتاوان لپاره دتښتولو اؤ نورو مجرمانه هلو ځلو کې ککړې دي
دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر ناصر دراني اؤ دقبائيلي چارو سکتر اخترعلي شاه په دغه موقع دترهه گرۍ دمخنيوي دصوبائي تگلارې په اړه حال احوال هم تير کړو.
چارواکو پارليماني مشرانو ته وويل چې صوبه کې دترهه گرۍ دمخنيوي ځواک جوړولى شي چې ورته به اعلي سازوسامان اؤ وسله هم ورکولى شي.
غونډه خبر کړل شوه چې مرکزي حکومت دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره دمذاکراتو په حواله صوبائي حکومت په باور کې نۀ دى اخستى.
ډان ليکي دمخالفو گوندونو پارليماني مشرانو حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دډيره اسماعيل خان په جيل دشوې حملې دراپور په اړه دې خبر کړل شي،په دډي ائي خان په بندي خانه جولا ئي ٢٠١٣ء کې شوې يوه حمله کې تندلارو دځان سره د٣٠ؤ شکمنو جنگيالو پشمول په شلگونو بنديان خوشې کړي وؤ اؤ حکومت ددغه پيښې دپلټنو لپاره دلوړې کچې يوه کميټي جوړه کړې ده، خو ددغه کميټۍ راپور تر دې مهاله مخې ته نۀ دى راغلى.
داسمبلۍ دغونډې په مهال وزيراعلي پرويز خټک، دحزب اختلاف مشر سرداب مهتاب احمد خان، دقومي وطن پارټۍ سکندر خان شيرپاؤ، دجماعت اسلامي سراج الحق، دعوامي جمهوري اتحاد پاکستان شهرام خان ترکئ، دعوامي نيشنل پارټۍ سردار حسين بابک اؤ نور مشران هم موجود وؤ.
XS
SM
MD
LG