لاس رسیدونکی لینک

سېکورټي سټېټ کې یو ټېوب او کتاب د ملي گټو په ضد گڼل کېږي.



پاکستان کې د ملي ګټو په نامه د 2012م نه تر اوسه پورې په یو ټیوب بندیز دی. څو ورځې وړاندې د هیواد چارواکو په بلوچستان باندې د برطانوي لیکوال ویلم مارکس کتاب باندې بندیز ولګوو. او هغه ته يې د پاکستان ته د تللو ویزا هم ورنه کړه.
پاکستان د خپل عمر په 67 کالو کې د نيمې نه زېاته موده د پوځي جرنېلانو د اولس نه په زور اخستې واک کې تېره کړې. پاکستان ېو طاقتوره پوځ لری او د هیواد د کورنو چارو وزير چوهدري نثار ویلي د امرېکې نه پس په نړۍ کې تر ټولو زیاتې استخباراتي او امنيتي ادارې هم په پاکستان کې فعاله دي. . گمان کېږي د هېواد د داخلي او خارجي تگ لارو د جوړولو اختیارتل د ېو څو مخصوصو نظرېو لرونکو کسانو په لاس کې وي. پاکستان په شخصي اذادو د پابندو نه پرته په مطبوعاتو، نشرېاتو او کتابونو د پابندو خپل ېو انتهاېې لوېی لانجمنه تاریخ لري. په ېو ټیوب، فېس بک او ځينی نورو ټولنيزه ویب پانړو او نړایواله شخصیا تو ورستېۍ پابندۍ ېې ښکاره مثالونه دي. په خصوصیت سره د پوځي واکمنو او ورستي کلنو پابندو پاکستان ېو سيکیورټي اسټېټ جوړ کړی. سیکېورټي اسټیټ مطلب دی چې تمامې فیصلې پکې د مخصوصه نظرېود نقطه نظر سره سمې ېوه ډله کوي.
پاکستان چې ٪97 خلق پکې مسلمانان دي د ستمبر په کال 2012م کې په یو ټیوب هغه وخت پابندي اولګوله چې کله پری د انګریزۍ ژبې د دریمې درجې یو فلم اینوسنس آف مسلمز خپور شو. دغه فلم کې د مسلمانانو د آخري پیغمبر حضرت محمد (ص) سپکاوی شوی وو. د فلم خلاف د اسلام آباد نه تر قاهری او د تاشقند تر ادیس ابابا پوری خونړۍ مظاهرو کې ۵۰ کسان وژل شوي وو او شپږ سوو نه زیات ژوبل شو. د ټولو تعلق د مسلمان ملکونو سره وو او خپله مسلمانان وو.
پاکستان حکومت په یوټیوب د پابندۍ لګولو په وخت وېلي وو تر څو چې د اسلام د سپکاوي مواد لری کړې شوي نه وي پابندۍ به په ځاېي وي. هم دا اونۍ د امریکې یو عدالت یو ټیوب ته امر کړی دی چې دغه فلم دی د یو ټیوب نه کوز کړي. په پاکستان کې د امریکې د دغه عدالتي فیصلې نه وروستو سماجي کار کونکو غوښتنه کړی چې پاکستان حکومت دی اوس یو ټیوب پرانیزي.
په یو ټیوب د خوند او ذاتي دلچسپو نه علاوه تعلیمي، ساېنسي، سماجي ، کلتوري او تاریخي مواد هم ورکول کیږي. چې په نړۍ کې تری د میلینو په شمیره کې خلک په خصوصیت سره طالبعلمان ویړیا ګټه پورته کوي. په پاکستان کې د دغه قدغن وروستو د لکونو په شمیره کې زلمي د دغه ګټو ترلاسه کولو نه پاتې شوي دي. خو دا نه ده معلومه چې په یو ټیوب د پابندۍ ګټه چا ته رسیدلی هم ده او که نه؟
د بشري حقونو کارکونکي او قام پرسته سیاسي مشر افراسیاب خټک په خپل یو ټویټر پیغام کې وېلي په ېوټېوب پابندي داسې ده لکه د یو کتاب په خاطر چې ټولی لایبرېرۍ ته تاله اولګول شي. په پاکستان کې یواځې په یو ټیوب پابندي نه ده لګول شوې ددی نه وړاندی به ۲۰۱۰م کې د ټولنیزه تړون په مشهوره ویب پاڼه فیس بک هم تر دوو اونو پوری د اسلام د سپکاوي پرضد پابندي لګول شوی وه او دا وخت د سوونو په شمیره کې په ویب پاڼو او د سماجي تړون په ایپلیکېشنز یا ایپس پابندۍ دي. پاکستاني چارواکي د دغه پابندو په جواز کې واېي دغه ایپس د مذهب او اسلامي اقدارو مخالفت کوي ځکه ېي پری پابندۍ لګولې دي.
په پاکستان کې د اظهار په آزادۍ د پابندو تاریخ ډیر اوږد دی. د پوځي حکمرانانو په حکومتونو کې لیکوالان، شاعران او بیان ورکونکي په کوړو وهل شوي، جیلونو ته اچول شوي او د هیواد نه په زبردستۍ جلاوطن کړی شوي دي. پاکستان د هیواد نه بهر چهاپ شوي کتابونه په خپل هیواد کې غیر قانونه ګرځولي چې پکې د سلمان رشدي کتاب (سیټانک ورسېز) او بنګالۍ ادیبې تسلیمه نسرین کتاب (لجا) نه علاوه یو شمیر هندوستاني کتابونه شامل دي.پاکستان تیره اونۍ انګریز خبریال ویلیم مارکس ته هم د کړکیچ ځپلې صوبې بلوچستان په شخړه (بلوچستان اېټ کراس روډز) کتاب د لیکلو په وجه هیواد ته د ننوتو اجازت ورنه کړو. د پښتنې تنکۍ پیغلې ملاله یوسفزۍ کتاب اېي ایم ملاله خلاف په پاکستان کې د پابندو د غوښتنو نه علاوه نیوکې شوي او د دی کتاب د پرانستې دستوری معطله کړی شوي دي.
ددې په مقابله کې په پاکستان کې د سوونو په شمیره کې مذهبي سخت دریزه فکر لرونکې ډلې روزانه اونیزه ، میاشتېزه، مطبوعات چهاپ کوي او په مسلکي نسلي او مذهبي بنیادونو باندی پکې مواد شاملوي. دغه مطبوعات د خپلو مخالفینو د وژلو دهړکې هم په آزاد مټ چهاپ کوي. په پاکستان کې غیر قانونه ګرځول شوي تنظیمونه، تحریک طالبان پاکسان، جماعت الدعوه، جېش محمد ، لشکر جنګوي، سپاه صحابه، اهل سنت والجماعت او حرکت الجهاد اسلامي په شان ډلې خپل لټریچر ـ (مواد) خپروي. او د حکومت د پابندو لاندې نه راځي.
د پاکستان په خاوره که یو خوا په نړیواله معلوماتي او ګټه وره ویب پاڼو باندی د کلونو د پابندو په وجه نوی نسل د بی کچه ذهني فشار لاندی دی. نو بلې خوا ته د مخصوصه نظریو لرونکي په یویشتمه پیړۍ کې د مستقبل لپاره د خپلې خوښې فیصلې کوي. او هیواد ېې په سيکورټي سټېټ اړولې.
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG