لاس رسیدونکی لینک

چوهدري نثار وائي دهيواد په خاوره به ترهه گري نۀ زغمل کيږي


داخله وزير وويل حکومت په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره مخلصانه کار کوي
پيښور_ دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دهيواد په خاوره به دترهه گرۍ عملونه نۀ زغمل کيږي
چوهدري نثار دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې طالبانو سره دامن خبرو پيل شوې لړۍ اودريدلې اؤ په قبائيلي سيمو شمالي اؤ جنوبي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو په دمې دمې سره دجنگي الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه دگوله بارۍ لړۍ روانه ده.
د کورنو چارو وزير وئيلي دي چې حکومت دهيواد دسلامتۍ په اړه گڼې مهمې فيصلې کړي چې ډير زر به يې اعلان وشي.
دپيښور په گورنر هاؤس کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وويل چې دتيرو څو ورځو دپيښو باوجود حکومت اوس هم طالبانو سره دمذاکراتو لارې ته ترجيح ورکړې ده.
داخله وزير وويل حکومت په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره مخلصانه کار کوي اؤ زياته يې کړه چې په لاره کې پراته خنډان به لرې کولى شي.
چوهدري نثار وويل دهيواد په خاوره به دترهه گرۍ عملونه نۀ زغمل کيږي اؤ زياته يې کړه چې حکومت به دغه رقم کومو ممکنه حملو ته ځواب وائي.
هغه وويل چې امنيتي ځواکونو ته عصري وسلې ورکولى شي ، کومې چې دبهر څخه اخستل شوي اؤ زياته يې کړه چې دپوليسو پشمول به امنيتي ځواکونو ته نوي گاډي هم ورکولى شي.
په دغه موقع دخيبرپښتونخوا گورنر انجنئير شوکت الله، وزيراعلي پرويز خټک اؤ انسپکټر جنرل خيبرپښتونخوا پوليس ناصر دراني هم موجود وؤ.
له دې وړاندې نن اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي وؤ طالبان خبرو کې سنجيده نۀ دي اؤ شمالي وزيرستان کې فضائي حملې گټورې ثابتې شوي.
XS
SM
MD
LG