لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز وائي طالبان مذاکراتو کې سنجيده نۀ دي


 اسلام اباد کې دزيارت په ورځ ميډيا سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل تر دې مهاله مذاکرات گټور نۀ دي ثابت شوي.
اسلام اباد کې دزيارت په ورځ ميډيا سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل تر دې مهاله مذاکرات گټور نۀ دي ثابت شوي.
پيښور_ دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف دقومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز دزيارت په ورځ وئيلي دي چې غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډله تحريک طالبان پاکستان دامن خبرو کې سنجيده نۀ ده اؤ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې هدفي عمليات گټور ثابتيږي.
دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار دغه څرگندونې ددې اندازو په تناظر کړي کې کړي چې دهيواد بيلا بيلو برخو اؤ په ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا کې دطالبانو له لوري دترسره شوؤ خونړو بريدونو اؤ دحکومتي اؤ طالبانو دمذاکراتي کميټيو ترمينځ په ظاهري توگه دخبرو دناکاميدو وروستو حکومت په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دسترو عملياتو پيل کيدو په پوله ولاړ دى.
اسلام اباد کې دزيارت په ورځ ميډيا سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل تر دې مهاله مذاکرات گټور نۀ دي ثابت شوي.
ښاغلي عزيز وويل اسلام دامن او ورورولۍ درس ورکوي اؤ دټولنې څخه دتشدد خاتمه دوخت اهم ضرورت دى.
هغه وويل دنائن اليون څخه وروستو ټوله سيمه دتشدد ښکار ده ، خو په ١٨ کروړه اولس کې دچيلنجونو دمخې کولو توان موجود دى اؤ هغوي موجوده حکومت ته دټولنې څخه دتشدد دخاتمې لپاره واک(مينډيټ) ورکړى دى.
سرتاج عزيز وويل په داسې حال کې چې دداخلي سلامتۍ تگلاره جوړه کړل شوې اؤ منظوره کړل شوې اوس به دهيواد ددفاعي تگلارې اعلان هم ډير زر وشي.
دشام په اړه تگلاره کې دبدلون په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې سرتاج عزيز وويل چې شام کې داستعمال لپاره په سعودي عرب دوسلې دخرڅولو په اړه راپورونو کې هيڅ قسمه ريښتونوالى نشته اؤ دغه بې لارې کوونکي اؤ بې اساسه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG