لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما :امريکا دافغانستان ټولټاکنو کې د کوم خاص کانديد ملاتړ نۀ کوي


د امریکا صدر په افغانستان کې د انتخاباتو روان بهیر څخه خوښي څرګنده کړه اؤ وئ وئيل چې دغه بهیر په سمه توګه روان دی
د امریکا صدر په افغانستان کې د انتخاباتو روان بهیر څخه خوښي څرګنده کړه اؤ وئ وئيل چې دغه بهیر په سمه توګه روان دی
دامريکا صدر باراک اوباما په ډاگه کړې ده چې امریکا د افغانستان له انتخاباتوڅخه ملاتړ کوي خو په انتخاباتوکې له هیڅ یو مشخص کاندید څخه پلوي نه کوي.
د امریکا صدر باراک اوباما د نهې په شپه د افغانستان صدر حامدکرزي سره ټلیفونې خبرې وکړې اؤ ورسره د اړوند خوښۍ په يو لړ موضوعاتو خيالات تبادله کړي دي..
د افغانستان د صدر حامد کرزي ددفتر څخه ددغه ليدنې په اړه خپور شوي بيا ن کې وئيل شوي په دغو ټلیفوني خبروکې دواړو سيالانو راتلونکو انتخاباتو ته د چمتووالي، د سولې د بهیر، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون او د یو لړ نورو سیمه ایزو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
بيان کې وئيل شوي صدر اوباما کونړ ولایت کې د افغانستان د دښمنانو لخوا دافغانستان د يوويشتو پوځيانو د وژل کېدو له امله جمهوررئیس حامدکرزي ته تسلیت ووئيلو.
دبيان له مخې د امریکا صدر په افغانستان کې د انتخاباتو روان بهیر څخه خوښي څرګنده کړه اؤ وئ وئيل چې دغه بهیر په سمه توګه روان دی.
د صدر اوباما په وينا" امریکا د افغانستان له انتخاباتوڅخه ملاتړ کوي خو په انتخاباتوکې له هیڅ یو مشخص کاندید څخه پلوي نه کوي "
په بيان کې راغلي د خبرو په مهال دافغانستان صدر حامدکرزي وویل انتخابات یو ډیر مهم اصل دی. د افغانستان راتلونکي انتخابات به په خپل ټاکلي قانوني وخت ترسره شي او افغانان به په دغه ملي بهیر کې په پراخه کچه ګډون وکړي او په دې اړه لازمې تیارۍ نیول شوې دي .
حامد کرزي همدا راز په ترکیه کې د افغانستان پاکستان او ترکیې هېواد د مشرانو د درې اړخیزو مذاکراتو او دسولې په پروسه کې د وروستیو شویو انکشافاتو په اړه د امريکا صدر باراک اوباما ته معلومات ورکړل، وې ویل چې د افغانستان د سولې پروسه باید په عملي ډول تطبیق شي.
بيان کې زياته کړه شوې د خبرو په مهال د امنیتي او دفاعي تړون په اړه، د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما یوځل بیا له انتخاباتو مخکې د دغه تړون د لاسلیک کېدو غوښتنه وکړه .
جمهوررئیس حامدکرزي وویل لکه څنګه چې په مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان خلکو له امریکا سره امنیتي تړون تائید کړ، مونږ د دغه تړون پلوي یو خو لمړی باید په هېواد کې د سولې بهیر په عملي توګه پیل شي، چې دا د افغانستان د خلکو یوه حیاتي غوښتنه ده.
د افغانستان صدر د بارک اوباما څخه وغوښتل چې د سولې د پروسې د عملي پیلیدو لپاره دې په ګډه کار وشي ترڅو د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره لاره هواره شي.
د بيان مطابق دواړو صدرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکارو په دوام باندې ټینګار وکړو او د امریکا صدر زیاته کړه چې امریکا د یو با ثباته او متحد افغانستان څخه ملاتړ کوي او افغانستان سره به خپلو مرستو او همکارو ته دوام ورکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG