لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وفاقي کابينې په طالبانو ديو اړخيزه اؤ غيرمشروط اوربند غږ کړى


دوفاقي کابينې غونډه دنهې په ورځ وزيراعظم هاؤس کې دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ ترسره شوه
دوفاقي کابينې غونډه دنهې په ورځ وزيراعظم هاؤس کې دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ ترسره شوه
پيښور_ وفاقي کابينې دقومي سلامتۍ دتگلارې منظوري ورکړې چې ترمخه به يې طالب جنگيالو ته په غيرمشروط ډول دجنگ بندۍ اعلان کول وي.
دپاکستان وزيراعظم په ٢٩مه جنورۍ قومي اسمبلۍ کې طالبانو سره په داسې حال کې دامن مذاکراتو کولو اعلان کړى ؤ چې هيله کيده دهيواد بيلا بيلو سيمو کې دخونړو حملو وروستو به هغه دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کيدو اعلان وکړي.
طالبانو هم دخپله اړخه حکومت سره دمذاکراتي کميټۍ اعلان وکړو ، خو ددې ترڅنګ يې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو بريدونه دوامداره وساتل اؤ څو اوونۍ دمخه کراچۍ کې په پوليسو دبمي چاؤدنې اؤ بيا مهمند ايجنسۍ کې د٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو وروستو دمذاکراتو په اړه حکومتي دريځ کې واضحه بدلون راغلى اؤ حکومتي مذاکراتي کميټۍ دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد دکارروائيو اودرولو پورې طالبانو سره دخبرو کولو څخه انکار کړى.
خو طالبان وائي هغوي دغه عسکر دخپلو بندي ملګرو دوژنې دانتقام په توګه وژلي اؤ زياتوي ائين نۀ مني خو بيا هم حکومت سره خبرو ته چمتو دي.
دوفاقي کابينې غونډه دنهې په ورځ وزيراعظم هاؤس کې دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ ترسره شوه چې پکې دقومي سلامتۍ دتگلارې ترڅنگ طالبانو سره دامن مذاکراتو معامله هم تر بحث لاندې راغله اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان هيواد کې دمجموعي امنيتي صورتحال په اړه حال احوال تير کړو.
وفاقي کابينې دداخله وزارت له لوري دوړاندې کړل شوې قومي سلامتۍ دتگلارې منظوره ورکړه اؤ داخله وزير چوهدري نثار علي خان به سبا پارليمان ته په وينا کې ددې اعلان هم کوي.
دقومي سلامتۍ گلاره کې وئيل شوي چې طالبانو ته به په يو اړخيز ډول اؤ غيرمشروطه توگه جگړه بندول وي.
دقومي سلامتۍ دتگلارې دمسودې دمنظورۍ وروستو وزيراعظم نواز شريف دکابينې غړو ته پخپله وينا کې وويل حکومت دصفا نيت سره دامن لپاره طالبانو ته موقع ورکړه اؤ دطالبانو ددريځ اوريدلو لپاره هم دهغوي له لو لوري دنومول شوې کميټۍ وزيرستان ته دتللو بندوبست هم وکړل شو، خو طالبانو حکومت دمثبت ځواب ورکولو پځايې بې گناه خلک اؤ امنيتي ځواکونه په نخښه کول شروع کړل اؤ زياته يې کړه چې دطالبانو دغه گام مذکراتي عمل بې مقصده جوړ کړو.
نواز شريف وويل دامن خواهش دې دحکومت کمزوري ونۀ گڼل شي اؤ حکومتي عملداري به په هر صورت کې پځايې کولى شي.
ښاغلي شريف وويل هيواد کې دامنيت ټينگښت دهغه دحکومت لمړۍ ترجيح ده کوم چې به په هر صورت کې پځايې کولى شي..
هغه وويل حکومت به داولس دتحفظ لپاره رياستي عملداري قائموي.
دوزيراعظم په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې فيصله وشوه چې دترهه گرۍ دستونزې په اړه ټولې پريکړې به په لوړه کچه کولى شي اؤ (دتندلارو په ضد) دعملياتو په صورت کې به دبې کوره شوؤ کسانو لپاره په مرکزي اؤ صوبائي کچه مناسب گامونه اخستى شي اؤ داپريشن په نتيجه کې بې کوره کيدونکو کسانو ته به خصوصي پيکج ورکولى شي.
وفاقي کابينې په دغه موقع داستخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې دنظام دمضبوطولو لپاره دجوائنټ انټلي جنس ډائريکټوريټ دقائمولو هم منظوري ورکړه.
کابينې په دې خبره اتفاق وښودو چې ټي ټي پي ته به دغيرمشروط اوربند اعلان کول وي اؤ زياته يې کړه چې دغه غيرقانوني ډله اوس يواځې شوې ده اؤ قام دترهه گرۍ په ضد يو موټى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG