لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو : دگن شپ هيلي کاپټرو عملياتو کې ٩ جنگيالي وژل شوي


 سرچينې وائي دگوله بارۍ وروستو هم تر ډيره وخته په سيمه کې دهيلي کاپټرو الوت جاري ؤ
سرچينې وائي دگوله بارۍ وروستو هم تر ډيره وخته په سيمه کې دهيلي کاپټرو الوت جاري ؤ
پيښور_ سرچينې وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په هنگو سيمه کې دخالي په ورځ دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په ځالو شوې گوله بارۍ کې ٩ جنگيالي وژل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه پوځ دهنگو په ټل سيمه کې دغه کارروائي وروستو له هغې ترسره کړه چې ورته په سيمه کې دتندلارو دموجودگۍ اطلاع ترلاسه شوه.
دسرچينو وينا ده چې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دټل په توره وړۍ اؤ درسمند سيمو کې گوله باري شوې چې پکې ٩ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي گڼ شمير ځالې هم تباه شوي دي.
سرچينې وائي دگوله بارۍ وروستو هم تر ډيره وخته په سيمه کې دهيلي کاپټرو الوت جاري ؤ چې ورسره په په مقامي خلکو کې سخته ويره ترهه خوره شوه.
دخيبرپښتونخوا هنگو ضلع دقبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ سره گډې پولې لري اؤ باور کيږي په اورکزو کې دالقاعده اؤ طالبانو سره تړلو جنگيالو خپلې ځالې جوړې کړي.
له دې وړاندې دروانې اوونۍ په پيل کې هم قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو اؤ تربيتي مرکزونو بمباري شوې وه چې پکې د٤٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي وؤ اؤرائيټرز دعوه کړې وه وزيرستان کې دفضائي حملو ذمه واري دپاکستان وزيراعظم نواز شريف پخپله ورکړې وه.
دپاکستان دپوځ لخوا دتندلارو په ضد کارروائيو کې دغه تندي وروستو له هغې راغله چې تيره اوونۍ دپاکستاني طالبانو دمهمند ايجنسۍ دڅانگې مشر عمرخالد خراساني په ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دوژنې دعوه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG