لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنيټو مشر وائي په افغان امنيتي تړون به دټاکنو وروستو لاسليک وشي


، زمونږ ترجيحي اپشن د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دتربيتي مشن تعيناتي ده
، زمونږ ترجيحي اپشن د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دتربيتي مشن تعيناتي ده
پيښور- دنيټو سيکرټري جنرل اينډرز فو راسموسن دزيارت په ورځ وئيلي دي چې هغه باور کوي دافغانستان موجوده صدر حامد کرزى به امريکا سره په هاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک نۀ کوي چې د٢٠١٤م وروستو هم افغانستان کې ځينو امريکائي پوځيانو ته دپاتې کيدو اجازت ورکوي اؤ دغه کار به داپريل په مياشت کې ټاکل کيدونکي خپل ځايې ناستي ته پريږدي.
په افغانستان کې ميشتو دنيټو پوځي اتحاد کې امريکا تر ټولو زيات عسکر لري.
ټاکل شوې ده دروان کال تر اخره به افغانستان څخه ټول امريکائي پوځيان اوځي، امريکا غواړي د٢٠١٤م څخه وروستو هم افغانستان کې دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې دمرستې اؤ افغان پوځ ته دتربيت ورکولو لپاره خپل ځينې پوځيان پاتې کړي.
خو صدر حامد کرزى دريځ لري چې دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ دغه لړ کې په تړون لاسليک به وروستو له هغې کوي چې امريکا دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ خبرې پيل کړي اؤ په نتيجه کې يې افغانستان کې امن پځايې شي.
ايسوسي ايټډ پريس سره يوه مرکه کې اينډرز فو راسموسن وويل په دوه اړخيزه امنيتي تړون( بي ايس اى) دلاسليک په حواله مونږ تر دې مهاله هيڅ رقم پرمختگ ونۀ ليو اؤ په اصل کې زۀ باور لرم چې صدر کرزئ به په امنيتي تړون لاسليک نۀ کوي ، نو دغه فيصله به دهغه ځايې ناستي ته کول وي
هغه وويل زمونږ دريځ ډير واضحه دى، زمونږ ترجيحي اپشن د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دتربيتي مشن تعيناتي ده
صدر حامد کرزي هيله څرگنده کړه چې دکرزئ ځايې ناستى به په دغه تړون لاسليک وکړي اؤ زياته يې کړه دنومبر په مياشت کې لويې جرگې ددې منظوري ورکړې وه اؤ ټولو صدارتي کانديدانو هم وئيلي چې هغوي ديو تړون په حق کې دي.
هغه وويل ديو تړون پرته به دافغانستان دامنيتي ځواکونو لپاره په نړيوالو مرستو اغيزه وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG