لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات دافغانستان کورنۍ معامله


 تسنيم اسلم وويل پاکستان دافغانانو په ذريعه دامن عمل تل ملاتړ کړى
تسنيم اسلم وويل پاکستان دافغانانو په ذريعه دامن عمل تل ملاتړ کړى
پيښور- پاکستان دافغان قيادت په ذريعه دامن عمل لپاره دخپل ملاتړ دارادې تکرارولو په ترڅ کې وئيلي دي دافغان طالبانو اؤ حکومت ترمينځ دمذاکراتو عمل دافغانستان کورنۍ معامله ده.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل پاکستان دافغانانو په ذريعه دامن عمل تل ملاتړ کړى اؤ په راتلونکي کې به هم پاکستان دغسې کوي.
تسنيم اسلم وويل دتښتول شوؤ ايف سي دعسکرو په افغانستان کې دوژل کيدو په اړه تر دې مهاله پخلى نۀ دى شوى اؤ څنگه چې ددغو عسکرو داتې پتې په اړه نور معلومات ترلاسه اؤ پخلى وشي نوپه دغه ستونزه به دافغان حکومت سره رابطه کولى شي.
هغې وويل په دوبۍ کې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات دافغانستان کورنۍ چاره ده.
سعودي عرب ته دپوځيانو دليږلو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياندې ددغو شان خبرونو ترديد وکړو اؤ وې وئيل دسعودي عرب دولي عهد دپاکستان داوسنۍ دورې په مهال په دغه شان تجويز خبرې نۀ دي شوي اؤ زياته يې کړه سعودي عرب ته ديو لک پاکستاني پوځيانو دليږلو په خبرونو کې هيڅ ريښتونوالى نشته.
هغې دپاکستان د ختيزې اؤ لويديزې پولې دتحفظ لپاره دشپږو لکو پوځيانو دگمارنې دارزښت په اړه وويل په دغه شان صورتحال کې سعودي عرب ته يو لک پوځيان ليږل ممکن نۀ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG