لاس رسیدونکی لینک

پاکستاني وزيراعظم دترهه گرو په ځالو دفضائي حملو اجازت ورکړى


” طالبانو ته دسبق ښودلو دپاره دغه يواځينۍ لاره وه “
پيښور- خبري ادارې رائيټرز دوزيراعظم په دفتر کې دموجودې يوې سرچينې له خُلې دعوه کړې ده چې شمالي وزيرستان کې بيگاه دپاکستاني طالبانو په ضد دپوځ لخوا دجيټ الوتکو څخه دترسره شوؤ کارروائيو اجازت دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف پخپله ورکړى دى.
شمالي وزيرستان کې دتندلارو په بيلا بيلو ځالو دجنگي جهازونو څخه شوې بمبارۍ کې دبهرنيانو پشمول ٤٠ جنگيالي وژل شوي دي.
دا خبره هم زيات ارزښت لري چې پاکستاني فضائيې شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په خوندي ځالو اؤ تربيتي مرکزونو دجنگي الوتکو څخه دغه بمباري څو ساعته وروستو له هغې کړې چې دامريکا دسنټرل کمانډ(سينټ کام) مشر جنرال لوئيډ .جى اسټن ددفاع دسکتر اصف ياسين ملک، چئيرمين اف جوائنټ چيفس اف سټاف کميټي جنرل راشد محمود، دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره دليدنې په مهال په امنيتي چارو خبرې اترې وکړې.
رائيټرز دوزيراعظم په دفتر کې ديوې سرچينې له خُلې ليکي” ددريوؤ ورځو پورې دپوځ دصبر وروستو وزيراعظم پخپله تيره شپه ددغو حملو اجازت ورکړى “ اؤ زياتوي” طالبانو ته دسبق ښودلو دپاره دغه يواځينۍ لاره وه “
نواز شريف تيرکال اقتدار ته درسيدو وروستو ژمنه کړې وه چې طالبانو سره به دمذاکراتو له لارې دستونزې هوارى لټوي اؤ هغوي سره يې دمذاکراتو لپاره يوه څلور کسيزه کميټي هم جوړه کړې.
خو دطالبانو اؤ حکومتي مذاکراتي کميټو ترمينځ خبرې وروستو له هغې اودريدې چې دطالبانو دمهمند ايجنسۍ څانگې دعوه وکړه دخپلو ملگرو دوژنې په بدل کې يې ٢٠١٠م کې تښتول شوي دايف سي ٢٣ عسکر وژلي.
خو دميډيا راپورونو کې دپاکستان پوځي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي وؤ چې طالبان دخپلو ناوړه کارروائيو لپاره بهانې لټوي اؤ دبندي طالب جنگيالو دوژنې ادعاوې يې بې اساسه گرځولې وې.
څو ورځې دمخه کراچۍ کې د١٣ؤ پوليسو دوژنې دذمه وارۍ اؤ بيا په مهمند ايجنسۍ کې دايف سي د٢٣ؤ عسکرو ددعوې کولو باوجود هم طالبان وائي هغوي په مذاکراتو کې سنجيده دي اؤ تيره ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد حکومت ته داوربند لپاره خپل شرطونه ايښودي وؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې دهغوي د ملگرو وژل دې اودرول شي.
نواز شريف ددغو عسکرو دوژنې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دا به دطالبانو اؤ حکومت ترمينځ په روانو خبرو(بده) اغيزه وکړي.
سرچينې وائي نواز شريف په ميرعلي کې دترهه گرو په ضد دفضائي حملو داجازت ورکولو ترڅنگ حکومتي مذاکراتي کميټۍ ته هم هدايت کړى چې دطالبانو لخوا دتشدد څخه دډکو کارروائيو داودرولو سره سم دې دهغوي سره رابطه وکړل شي.
دسرچينو وينا ده چې دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دفضائي بريدونو دغه پريکړه دپوځي قيادت لخوا وزيراعظم سره دليدنې وروستو شوې ده اؤ زياتوي چې دترهه گرو په ځالو بريدونه دحکومت اؤ عسکري قيادت ترمينځ دتيرو دريوؤ ورځو راهسې دروانې ليدنې وروستو شوي دي.
دسرچينو وينا ده حکومت اوس گڼي چې طالبانو سره دمذاکراتو دهڅو باوجود هيواد کې دترهه گرۍ پيښو کې اضافه کيږي اؤ په پوځيانو هم حملې ترسره کيږي.
بلخوا دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کې دپوځي چارواکو له خُلې وئيلي دتيرو پينځوؤ مياشتو په مهال دتحريک طالبان پاکستان لخوا ترسره شوؤ دتشدد کارروائيو کې د٤٠٠ؤ څخه زيات خلک وژل شوي دي، په دغه موده کې دنواز شريف حکومت دجنگ ختمولو لپاره طالبانو سره دجوړ جاړي هڅې کړي دي.
ډان ورځپاڼې ديو پوځي چارواکي له خُلې ليکلي”تيرکال دستمبر د١٠مې نيټې راهسې دال پارټيز کانفرنس( اى پي سي) ترسره کيدو راپديخوا ټول هيواد کې دترهه گرۍ پيښو کې ٤٦٠ کسان وژل شوي چې پکې ٣٠٨ اولسي وگړي،١١٤ پوځيان اؤ ٣٨ پوليس عسکر شامل دي “
په دغو حملو کې دژوبل شوؤ کسانو شميره يو زر دولس سوه اؤ څلور شپيته ده چې پکې شپږ سوه اؤ څلور اتيا اولسي وگړي، پينځه سوه اؤ يو ديرش پوځيان اؤ يو کم پنځوس پوليس عسکر شامل دي.
تيرکال دستمبر په ٩مه نيټه ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې په متفقه توگه په حکومت غږ شوى ؤ چې طالبانو سره دې خبرې شروع کړي.
خو حکومت ته طالبانو سره دخبرو دمتفقه تجويز ورکولو څخه سمدستي وروستو دخيبرپښتونخوا په دير سيمه کې ټي ټي پي لوړپوړى پوځي افسر جنرال ثناء الله نيازي ووژلو ، طالبانو وروستو دعوه وکړه چې دحکومت داخلاص ازميښت کوي اؤ خپلې حملې يې دوامداره وساتلې.
سياسي تجزيه کار نظر لري چې په هيواد کې دترهه گرۍ دپيښو سره په حکومت دتندلارو په ضد دکارروايۍ لپاره فشار سيوا شوى ؤ ددې باوجود هم دنواز شريف حکومت دهاغو اړخونو ددريځ سره اتفاق وکړو چې طالبانو سره دخبرو پلوي وؤ.
دطالبانو لخوا ترسره شوؤ حملو کې دپوځ اؤ پوليسو ترڅنگ مذهبي مشران، اقليتونه، دپوليو کارکوونکي، دصحافت دپيشې سره تړلي کارکنان اؤ دجديديت نخښې لکه سنيما گانې هم په نخښه کړل شوي دي.
لمړى به حکومت اؤ مخالفې سياسي ډلې پاکستان تحريک انصاف طالبانوسره دخبرو دناکامۍ ستر علت ډرون حملې گرځولې.
خو څيړونکي وائي چې داسلام اباد اؤ بشري حقونو دډلو دسخت احتجاج په ترڅ کې دامريکا له لوري په ډرون حملو کې دمثالي کمي باوجود هم دترهه گرۍ پيښې سيوا شوې.
ډان ليکي چې دسختو حملو په تناظر کې سږکال دجنورۍ په مياشت کې هاغه گړۍ هم وليدل شوه چې حکومت دانتقامي بريدونو لپاره خپل ذهن جوړ کړو اؤ پوځي دبنو اؤ راولپينډۍ دحملو نه پس ديوې ورځې لپاره عمليات هم ترسره کړل چې له امله يې ټي ټي پي ته سخته ضربه رسيدلې وه ، خو نواز شريف هرڅوک وروستو له هغې حيران کړل چې طالبانو ته يې يوځل بيا دمذاکراتو وړانديز وکړو.
ډان ليکي چې دترهه گرو په حملو کې دخلکو دوژنې په اړه ددغه ډيټا دجاري کيدو مطلب دټي ټي پي دهاغه پروپيگنډې مخنيوى کيدى شي چې دعوه يې کوله قانون نافذونکې ادارې دهغوي بندي ملگري وژني.
XS
SM
MD
LG