لاس رسیدونکی لینک

پاکستان امريکا ته دتښتول شوي پوځي پيداکولو کې د مرستې باور ورکړى


دپوځ سرلښکر جنرال راحيل اؤ جنرال لوئيډ جيمز اسټن دسيمې په امنيتي صورتحال اؤافغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو په اړه خبرې اترې کړي
د شورو په ورځ دامريکائي سينټرل کمانډ مشر جنرال لوئيډ جيمز اسټن دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدنه کړې چې پکې داړونده خوښۍ په بيلا بيلو چارو خبرې اترې شوي دي.
دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار له لوري جاري شوي بيان ترمخه جي ايچ کيو راولپينډۍ کې دشوې دغه ليدنې په مهال دپوځ سرلښکر جنرال راحيل اؤ جنرال لوئيډ جيمز اسټن دسيمې په امنيتي صورتحال اؤافغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو په اړه خبرې اترې کړي دي.خو ددغو خبرو نور جذئيات نۀ دي په ډاگه کړل شوي.
دائي ايس پي ار ترمخه دامريکائي سنټرل کمانډ مشر دچئيرمين جوائنټ چيف اف سټاف ن کميټۍ جنرال راشد محمود سره هم ليدنه کړې چې پکې داړونده خوښۍ په بيلا بيلو معاملو خبرې شوي.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کې دسرچينو له خُلې دعوه کړې ده چې پاکستان امريکائي پوځ ته باور ورکړى چې په شکمنه توگه دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دافغان طالبانو لخوا دنيول شوي امريکائي پوځي بو بيرگ ډاهل په درک لگولو کې به ورسره هرممکن مرسته کوي.
ورځپاڼه ليکي باوري سرچينو ورته وئيلي چې دپاکستان لوړپوړو دفاعي اؤ پوځي چارواکو سره ليدنه کې دامريکائي سنټرل کمانډ مشر جنرال لوئيډ جيمز اسټن په شمالي وزيرستان کې دکوم ممکنه پوځي اپريشن شروع کولو څخه دمخه دتښتول شوي يو امريکائي پوځي په اتې پتې لگولو کې دپاکستان مرسته وغوښته.
امريکائي پوځي کمانډر په دغه موقع پاکستاني قيادت ته دپولې پورې غاړې افغانستان ته دوزيرستان څخه دتښتيدونکو طالب جنگيالودتعقيب کولو باور هم ورکړو.
ډان ليکي جنرال اسټن دپاکستان پوځي مشرانو ته په شمالي وزيرستان کې دتندلارو دمختلفو ډلو په اړه باوري معلومات هم ورکړي دي.
ورځپاڼه ليکي افغانستان څخه دخپلو پوځيانو دوتلو شروع کولو څخه دمخه امريکا دخپل پوځي دواپسۍ په اړه مايوسه ده.
ديوې سفارتي سرچينې له خُلې ورځپاڼې ليکلي په افغانستان کې دجوړجاړي دعمل مخ په وړاندې بوتللو په غرض دامريکا اؤ طالبانو دمذاکراتو شروع کولو کې هم پاکستان يو مهم کردار ادا کوي.
جنرال لوئيډ اسټن دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، دگډو ځواکونو دکميټۍ مشر جنرال راشد محمود سره دافغانستان اؤ سيمې په صورتحال غږيدلى دى.
دگډو ځواکونو دکميټۍ مشر جنرل اسټن ته دغونډې په مهال دافغانستان دصورتحال په اړه دپاکستان په نقطه نظر حال احوال هم تير کړى.
بلخوا وتلې امريکائي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ دنهې په ورځ پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې امريکا دخپل يو پوځي په بدله کې دگوانتاناموبى کيمپ څخه دپينځوؤ طالب کمانډرانو خوشې کولو ته چمتو شوې ده.
راپور کې وئيل شوي چې اوباما انتظاميې ديو پوځي بوبيرگ ډاهل خوشې کولو لپاره دطالبانو سره دمذاکراتو لړ کې هم تيارۍ کوي.
پينټاگون دبو بيرگ ډاهل دکورنۍ له لوري يو بيان هم جاري کړى چې پکې ددغه پريکړې هرکلى شوى، بيان کې وئيل شوي چې دغه خبره ددې خبرې په لوري اشاره ده چې دهغوي دکورنۍ د ځوې، لمسي اؤ ورور خوشې کولو لپاره سفارتي هڅې شوي دي اؤ هغوي يې هرکلى کوي.
دهغه کورنۍ وئيلي هيله لري دغه موقع به هرڅوک په سنجيدگۍ سره واخلي اؤ زياتوي په محتاط انداز کې به خبرې کوي ترڅو دهغوي ځوې تقريباً دڅلور نيمو کلونو دبند وروستو په حفاظت سره ورشي.
په ياده دې وي چې طالبانو بو بيرگ ډاهل کال ٢٠٠٩م کې تښتولى ؤ.
ورځپاڼه ليکي سپينه ماڼۍ ، خارجه محکمه اؤ پينټاگون يوځل بيا دقطر دبندي خانې څخه دپينځوؤ قيديانو دخوشې کولو تيارۍ کوي.
ورځپاڼه وائي امريکا تر دې مهاله په دغه لړ کې کوم حکومتي وړانديز نۀ دى کړى، خو داسې ښکاري چې دطالبانو دغوښتنې دمنلو تيارۍ کيږي ، ځکه امريکا دبوبيرگ ډاهل واپسۍ ته ليواله ده.
دپينټاگون وياند جان کربي ورځپاڼې ته وئيلي بو بيرگ ډاهل دزياتې مودې راهسې ورک دى اؤ دهغه واپسي غواړو.
سږکال دجنورۍ په مياشت کې امريکا يو ويډيو ريکارډتنگ ترلاسه کړى ؤ چې پکې دا خبره ثابته شوې وه چې دصحت دخرابۍ اؤ تښتونکو دبند څخه دتيښتې دهڅو باوجود بو بيرگ ډاهل ژوند دى.
XS
SM
MD
LG