لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ائي ايس پي ار: وسله والو پيښور کې دميجر دعهدې پوځي افسر وژلى


پوځ سره نښته کې درې تندلاري هم وژل شوي دي.
پوځ سره نښته کې درې تندلاري هم وژل شوي دي.
پيښور- يوه ورځ وروستو له هغې چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرې اترې اودريدې دپاکستان پوځ دنهې په ورځ وئيلي دي چې دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې وسله والو جنگيالو سره نښته کې يو لوړپوړى پوځي افسر وژل شوى دى.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دپيښور سره نزدې دډزو تبادله اوس هم روانه ده
دپوځ مطبوعاتي څانگه وائي چې ميجر جهانزيب وسله والو سره په دغه نښته کې دسخت ژوبل کيدو وروستو ساه ورکړې ده اؤ زياتوي چې پوځ سره نښته کې درې تندلاري هم وژل شوي دي.
په تير يو ساعت کې دپاکستان په پوځ خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې شوى دغه دوهمه حمله ده.
له دې وړاندې دجنوبي وزيرستان په لدها سيمه کې وسله والو جنگيالو دگل په شپه دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد کړى ؤ چې پکې يو عسکر وژل شوى ؤ.
څيړونکي دوسله والو لخوا دپاکستان په پوځ شوؤ حملو کې دميجر دعهدې دپوځي افسر وژنه دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دمستقبل لپاره يوه ستره ضربه گرځوي.
دطالبانو دمهمند ايجنسۍ څانگې لخوا په ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دوژنې ددعوې وروستو حکومتي مذاکراتي کميټۍ دطالبانو کميټۍ سره تر هاغه وخته دخبرو اترو نۀ کولو اعلان کړى ، ترڅو چې طالبان دهيواد بيلا بيلو سيمو کې دتشدد څخه ډک بريدونه ونۀ دروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG