لاس رسیدونکی لینک

وزيرستان : په چيک پوسټ دترهه گرو حمله کې يو عسکر وژل شوى


وزيرستان کې په پوځي پوسته دغه حمله يوه ورځ وروستو له هغې شوې چې مهمندايجنسۍ کې دطالبانو لخوا په ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ٢٣ؤ عسکرو دوژنې ددعوې وروستو حکومتي مذاکراتي کميټۍ طالبانو سره خبرې اودرولې
چارواکي وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې وسله والو جنگيالو په يوه پوځي پوسته حمله کړې چې پکې يو عسکر وژل شوى دى.
امنيتي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې تندلارو دغه حمله تيره شپه دجنوبي وزيرستان په لدها سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته کړى چې له امله يې يو عسکر وژل شوى.
دپوځي سرچينو ترمخه وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په پوسته ناتاره ډزې کړي چې پکې دمهراب په نوم يو عسکر وژل شوى.
وزيرستان کې په پوځي پوسته دغه حمله يوه ورځ وروستو له هغې شوې چې مهمندايجنسۍ کې دطالبانو لخوا په ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ٢٣ؤ عسکرو دوژنې ددعوې وروستو حکومتي مذاکراتي کميټۍ طالبانو سره خبرې اودرولې.
وزيراعظم نواز شريف مهمند ايجنسۍ کې د٢٣ؤ عسکرو دوژنې غندنه کړې اؤ خبردارى يې ورکړى چې دغه عمل به په روغې جوړې اغيزه وکړي.
XS
SM
MD
LG