لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

حکومتي کميټۍ وزيراعظم ته وئيلي طالبانو سره خبرې په مخکې نۀ شي وړلى

دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو اترو دغه روان عمل ته وروستو له هغې سخته ضربه ورسيده چې طالبانو لمړى په کراچۍ کې دپوليسو په يو بس شوې بمي چاؤدنه کې د١٣ؤ اؤ بيا مهمند ايجنسۍ کې دمليشه ځواکونو د٢٣ؤ عسکرو دوژنې ذمه واري په غاړه واخسته
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو اترو دغه روان عمل ته وروستو له هغې سخته ضربه ورسيده چې طالبانو لمړى په کراچۍ کې دپوليسو په يو بس شوې بمي چاؤدنه کې د١٣ؤ اؤ بيا مهمند ايجنسۍ کې دمليشه ځواکونو د٢٣ؤ عسکرو دوژنې ذمه واري په غاړه واخسته
دپاکستان دحکومت له لوري دغيرقانوني تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره دمذاکراتو لپاره جوړې کړل شوې حکومتي مذاکراتي کميټۍ وئيلي دي چې ترڅو دطالبانو له لوري هيواد کې دتشدد څخه ډکې کارروايۍ نۀ وي اودريدلي ، تر هغې دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ سره دخبرو اترو هيڅ گټه نشته.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دتيرې مياشتې په پايې کې قومي اسمبلۍ ته دوينا په مهال طالبانو سره دمذاکراتو لپاره په داسې وخت کې دڅلور کسيزې مذاکراتي کميټۍ اعلان کړى ؤ چې دميډيا راپورونو کې اندازې څرگندولى شوې په بنو اؤ راولپينډۍ کې په پاکستاني عسکرو دشوې بمي چاؤدنې اؤ ځانمرگي بريد دپړې قبلولووروستو به وزيراعظم دتندلارو په ضد په لويه پيمانه دپوځي عملياتو اعلان وکړي.
که هر څو تيرکال دنومبر په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دډرون په يوه حمله کې دطالب مشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو دطالبانو نوي سخت دريځ مشر حکومت سره دخبرو څخه انکار کولو ، خو دې وروستو ورځو کې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دحملو دذمه وارۍ قبلولو ترڅنگ طالبانو حکومت ته دمذاکراتو وړانديز هم کولو اؤ دخبرو لپاره دحکومتي کميټۍ دټاکل کيدو وروستو يې دخپله اړخه دمذاکراتي کميټۍ اعلان هم وکړو.
خو دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو اترو دغه روان عمل ته وروستو له هغې سخته ضربه ورسيده چې طالبانو لمړى په کراچۍ کې دپوليسو په يو بس شوې بمي چاؤدنه کې د١٣ؤ اؤ بيا مهمند ايجنسۍ کې دمليشه ځواکونو د٢٣ؤ عسکرو دوژنې ذمه واري په غاړه واخسته.
دنهې په ورځ اسلام اباد کې حکومتي کميټۍ دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف سره ليدنه کړې اؤ هغه ته يې دطالبانو له لوري مذاکراتو لپاره دنومول شوې کميټۍ سره تر دې مهاله دشوؤ خبرو اترو دهڅو په اړه حال احوال تير کړى.
دسرچينو وينا ده په دغه موقع حکومتي کميټۍ وزيراعظم نواز شريف ته وويل ترڅو چې دطالبانو له لوري هيواد کې دتشدد څخه دډکو کارروائيو لړۍ په مکمله توگه نۀ وي اودريدلې ، تر هغې دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې نۀ شي تللى.
سرچينې زياتوي حکومتي کميټۍ نواز شريف ته دا هم وويل چې دسندهـ سرښار کراچۍ اؤ دپاکستان قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې دطالبانو له لوري دلسگونو عسکرو دوژنې وروستو دمذاکراتو عمل ته سخت زيان رسيدلى.
دسرچينو وينا ده چې حکومتي کميټۍ وزيراعظم ته وويل دتيرو ١٣ؤ ورځو په مهال دطالبانو له لوري دترهه گرۍ گڼې پيښې رامينځته شوي اؤ په داسې صورتحال کې به دطالبانو کميټۍ سره مذاکرات بې گټې وي.
وزيراعظم نوازشريف سره لۀ ليدو وروستو حکومتي کميټۍ پخپله يوه اعلاميه کې وئيلي د طالبانو له خوا مداکراتو دپاره جوړې شوې کميټۍ سره خبرې نۀ شي کولى.
اعلاميه کې ويل شوي د امن د ټنيگښت دپاره د سنجيده هڅو ټول انحصار د اړي گړي په پيښو اودرولو دى
حکومتي کميټۍ د طالبانو څخه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي ډول بايد د اړي گړي لړۍ اودروي.
اعلاميه کې په ډاگه کړل شوې چې وزيراعظم ته يې وئيلي ترڅو چې طالبانو پرتشدده کاروائيو څخه لاس نۀ وي اخستى ترهغې دخپلو لړۍ په وړاندې نه شي وړلى.
بلخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک ( ټي ټي پي) وياند شاهدالله شاهد دنهې په ورځ وئيلي دي چې داوربند په اړه دفيصلې کولو لپاره دټي ټي پي دمختلفو ډلو سره رابطه شوې ده.
ميډيا سره خبرو کې شاهدالله شاهد وئيلي دي چې په دغه اړه به فيصله ډير زر وشي اؤ زياته يې کړه چې دهغوي ډله دمذاکراتو روان عمل په سنجيدگۍ سره اخلي.
مهمند ايجنسۍ کې د٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دوژنې په اړه شاهدالله شاهد وويل ددغه وژنو سپيناوى ضروري دى اؤ زياته يې کړه چې دغه معامله دټي ټي پي په شورا کې تر غور لاندې راځي.
هغه وويل دامن خبرو دکاميابۍ لپاره ددغه شان پيښو څخه ډډه پکار ده.

See all News Updates of the Day

ډار: د ایران صدر به اینده هفته د پاکستان دوره کوي

د مارچ د ۲۴ نېټې په دې تصویر کې رییسي لیدل کېږي چې د صدارتي ماڼۍ نه قوم ته خطاب کوي
د مارچ د ۲۴ نېټې په دې تصویر کې رییسي لیدل کېږي چې د صدارتي ماڼۍ نه قوم ته خطاب کوي

د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار ویلي د ایران صدر ابراهیم رییسي به د وړاندې ټاکل شوي پروګرام سره سم اینده هفته د پاکستان دوره کوي. ایرانی صدر به د پاکستان سفر په داسې حال کې کوي چې په اسرایل د ایران د حملې وروسته په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ډار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل رییسي به د اپرېل په ۲۲ نېټه د دریو ورځو په سفر پاکستان ته ورسېږي.

ډار د ایراني صدر د دورې په اړه نور څه تفصیل شریک نه کړو خو داسې ښکاري چې پاکستان ته د ریيسي تګ د هغو کوښښونو برخه ده چې دواړه ملکونه یې تعلق د ښه کولو دپاره کوي.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د دواړو ګاونډیانو تعلقات پس له دې د جنجال ښکار شول چې ایران او پاکستان د یو بل په خاور د مبینه وسله والو خلاف حملې وکړې.

د شخړې وروسته دواړو ملکونو خپل منځو کې د همکارۍ زیاتولو لوظ وکړو.

پاکستان ته د ایراني صدر د دورې په اړه د ډار د اعلان نه څو ورځې مخکې ایران په وړمبي ځل د خپلې خاورې نه په اسرایل د مزایلو او ډرون حمله کړې ده. زیاتره مزایل او ډرون د اسرایل د دفاعي نظام خپله او نورو اتحادي ملکونو تباه کړي دي. اسرایل وايي د حملې جواب به ورکوي.

ایران ویلي د خالي، شنبې، په ورځ په اسرایل یې حمله د اپرېل په وړمبۍ نېټه د شام په سرښار دمشق کې د ایران په کونسلخانې د اسرایل د هوايي حملې په بدل کې کړې. د ایران په سفارتي ودانۍ حمله کې د ایران ځینې لوړ رتبه پوځي چارواکي وژل شوي دي.

پاکستان په هغو ملکونو کې شامل دی چې د فلسطیني ریاست د قیام په مسله د اسرایل سره سفارتي تعلقات نه لري. ډار وویل پاکستان غواړي چې د فلسطینیانو مسله دې د متحده قومونو د قراردادونو په مطابق حل کړی شي.

د پاکستان د خزانې وزیر امریکایي چارواکو سره لېدنه کې ویلي پاکستان امریکې سره خپلې اړېکې لا پراخول غواړي

د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزيب د جنوبي او مرکزي ايشيا لپاره د امريکې د خارجه وزير مرستيال ډونلډ لو او د امريکې د خارجه وزارت مرستيالې اليزبت هورسټ سره لیدنه کړې چې په دې لیدنه کې امریکایي چارواکو د پاکستان او امريکې د تعلقاتو د لا پیاوړي کولو لپاره د واشنګټن عزم بيا تکرار کړی دی۔

دغه غونډه د چهارشنبې - شورو په ورځ د نړيوال بانک په مرکزي دفتر کې شوې ده چې پکې د پاکستان د خزانې وزیر امريکايي چارواکو ته د پاکستان د اصلاحاتو د ایجنډې په اړه معلومات ورکړي دي.

محمد اورنګزیب ویلي د ټیکسونه لمنه پراخول، د توانایۍ څانګه همواري اؤ نجکاري د پاکستان د حکومت اولیتونه دي.

ډاڼ ورځپاڼه کې د خپور شوي رپورټ له مخې لیدنه کې د متبادلې توانایۍ، زراعت، انفارمیشن ټینکنالوجۍ اؤبو، هوا اؤ د صعنتونو په اړه هم خبرې اترې شوې دي اؤ د پاکستان د خزانې وزیر د پاکستان اؤ امریکې د اقتصادي شراکت دارۍ په تازه کولو هم ټینګار کړی دی.

محمد اورنګزیب ویلي چې د پاکستان حکومت ملک کې د پاییداره اقتصادي ترقۍ اؤ نمو له لړ کې د اصلاحاتو پروګرام ته کلک عزم لري.

اخوا واشنګټن ډي سي کې د پاکستان د اقتصادي پالیسۍ په اړه راجوړ شوي سیمینار ته وینا کې د خزانې وزیر ویلي چې سږکال پاکستان کې د زراعت څانګې غوره کارکردګي ښودلې،ګراني راکمه شوې اؤ د مبادلې کچه باثباته شوې ده.

هغه ویلي چې د پاکستان تجارتي خساره کې کمی مخې ته راځي اؤ د بهر نه ورته د پیسو استول زیات شوي اؤ هم یې اقتصاد کې د ښه والي نښې نښانې لیدل کیږي.

نوموړي ویلي چې پاکستان غواړي د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف سره یو بل پراخه پروګرام کې شامل شي.

د ايي اېم اېف ترجمان (نې) ای اېف پي ته وویل په موجود وخت کې د ايي اېم اېف توجو پاکستان سره د قرض موجوده پروګرام سرته په رسوولو ده.

تر دې دوه ورځې وړاندې د آي اېم اېف ترجمان (نې) ویلي وؤ د پاکستان نوي حکومت د قرض په نوي پروګرام کې خوښي ښکاره کړې ده او د ادارې عمله تیاره ده چې د نور قرض په پروګرام ابتدايي خبرې وکړي.

د واشنګټن د دورې په مهال د پاکستان د خزانې وزیر په هغو غونډو کې هم شرکت کوي چې د آي اېم اېف او د ورلډ بېنک په کوربتوب هرکال د سپرلي په موسم کې کېږي او د خزانې او ترقۍ وزیران، د اقتصاد دانشوران او شهري حقونو فعالان د نړۍ په اقتصاد بحثونه کوي.

د سږ کال غونډې د نهې، سه شنبې د ورځې نه په رسمي ډول پېل شوي او د نورو ترڅنګ په دوو اهم موضوعاتو به پکې غور کیږي، یوه د موسمي بدلون موضوع ده او بله د نړۍ د مقروضو ملکونو مرسته کول دي.

پاکستاني مطبوعات وایي پوځ په جنرال فېض(ر) حمید د لګول شوؤ تورونو د پلټنو لپاره کمیټي جوړه کړې ده

پاکستاني مطبوعات وایي چې پوځ د استخباراتي شبکې آي ایس آي د پخواني مشر جنرال(ریټایرډ) فیض حمید له لوري د استوګنې په یوه شخصي پروژه د فشار د اچول شوؤ تورونو د پلټنو لپاره یوه کمیټي جوړه کړې ده.

مطبوعات وایي چې د سپریم کورټ اؤ د دفاع د وزارت په لار ښوونه جوړه شوې د پلټنو دا کمیټه به د جنرال(ر) فېض حمید پر ضد د ټاپ سټي اسکینډل تحقیقات کوي اؤ په هغه لګیدلي تورونه به ارزوي.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو څېړونکي وایي عموماً چې پوځ خپله کومه دننۍ خبره پخپله نیغ په نېغه مخې ته راوړل نه غواړي نو مطبوعاتو ته وایي چې دغه خبره باید د سرچینو له قوله خلکو ته ورسوي.

د پاکستان ګڼ شمیر رسنیو د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د یادې کمیټې مشري د میجر جنرل د رتبې یو لوړ پوړي پوځي افسر ته سپارل شوې ده.

په کال 2017م اؤ بیا تېر کال د نومبر په میاشت کې د ټاپ سټي په نوم د استوګنې د يوې شخصي پروژې مشر په جنرال( ر) فېض حمید د ټي وي یو پروګرام کې تورونه لګولي وؤ چې په دغه پروژه یې فشارونه راوړي اؤ ناجایزه توګه یې ترې ګټې اخستې دي.

وروسته د یادې پروژې مشر د آي ایس آي د پخواني مشر په ضد سپریم کورټ ته هم عریضه کړې وه خو د چیف جسټس په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیز بینچ ورته لارښوونه کړې وه چې باید اړونده ادارې یا د دفاع وزارت ته مراجع وکړي.

د سپریم کورټ له لارښوونې وروسته د استوګنې د پروژې مالک د دفاع وزارت ته عریضه کړې وه اؤ مطبوعات وایي چې اوس د همدې عریضې په اساس د جنرال فېض حمید په ضد د لګول شوؤ تورونو د پلټنو لپاره پوځي کمیټه جوړه کړل شوې ده.

تر دې وړاندې روانه اوونۍ د فېض اباد پرلت د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې فېض حمید اؤ نور پوځي چارواکي د لګول شوؤ تورونو نه پاک ګرځولي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د پلټنو په مهال ورته داسې څه ثبوت په لاس نه دی ورغلی چې ګنې د فېض اباد په پرلت کې جنرال فېض حمید یا کومې ادارې لاس درلودو.

د فېض اباد د پرلت په مهال د اړي ګړي د پېښو د پلټنو لپاره د پاکستان د سترې محکمې په امر جوړ کړل شوي د پلټنو کمیشن خپل رپورټ اوړمه ورځ مرکزي حکومت ته سپارلی دی چې پکې په هغه وخت کې د پنجاب حکومت ددغو پېښو مسول یا ذمه وار ګرځول شوی دی.

په کال 2017 کې د شوي دغه احتجاجي پرلت نه وروسته د آي ایس آي د هغه وخت په ډایریکټر جنرل لیفټننټ جنرل (ر) فېض حمید تورونه لګول شوي وؤ چې د منتخب حکومت پرضد د تندروه ډلې دغه پرلت دده په لمسه راجوړ کړی شوی ؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې جنرال فېض حمید د پرلت په برخه والو "لفافې" ویشلې.

په هغه وخت سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو اؤ خبریالانو دعوې کړې وې چې فېض حمید د پرلت په برخه والو پیسې ویشلي دي خو پوځي سرچینو بیا ویلي وؤ چې د پرلت خورولو لپاره د پرلت ځېنو برخه والو ته د ستنېدو لپاره د لارې کرایه ورکړل شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر سید اختر علي شاه په مشرۍ د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پیسو په ویشلو تورن جنرال فېض حمید اؤ د هغه وخت د پنجاب د رینجر ځواکونو مشر میجر جنرال نوید اظهر حیات په هغوي د لګول شوؤ تورونو نه پاک کړي اؤ ویلي یې دي چې لیفټننټ جنرال فېض حمید یوازې په هغه څه عمل کړی چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ جوړه شوې یوه غونډه کې یې ورته د کولو وینا شوې وه.

باجوړ: د قامي اسمبلۍ کاندید اخند زاده چټان له بمي برید روغ وتلی دی

پولیس وایي باجوړ کې د قامي اسمبلۍ په څوکۍ کېدونکو ټاکنو ته د پیپلز ګوند په ولاړ کاندید سید اخند زاده چټان بمي برید شوی خو ښاغلي چټان ته په دغه برید کې څه زیان نه دی رسېدلی.

د باجوړ د پولیسو یو لوړ پوړي مشر ډي ایس پي بخت منیر رسنیو ته ویلي د اخند زاده چټان په ګاډي دا برید د شورو په ورځ په ماموند تحصیل کې هغه مهال شوی چې نوموړی دغلته له انتخابي کمپاین ترسره کولو وروسته بېرته خار باجوړ ته روان ؤ.

هغه ویلي چې د ابتدایي پلټنو نه معلومه شوې ده چې چاودیدونکي مواد د سړک په غاړه ولاړ یو موټر سایکل کې ځاي پځاي کړل شوي وؤ اؤ کله چې د اخند زاده چټان ګاډی ددغه موټر سایکل خواته رارسیدلی نو چاودنه پرې شوې ده.

پولیس وایي چې د ښاغلي چټان ګاډی بم پروف ؤ نو ځکه پکې هغه خوندي پاتې شوی دی.

پولیس وایي چې د پېښې نه وروسته سیمې ته رسیدلي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړي خو لا یې په دې تړاؤ څوک نه دي نیولي.

په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په اخوند زاده چټان د شوي بمي برید غندنه کړې اؤ په دغه برید کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

پخپل یو لنډ بیان کې بلاول بوټو زرداري ویلي چې دخېبر پښتونخوا صوبې حکومت د ضمني ټاکنو په مهال د امنیت په ټینګښت کې ناکامه شوی خو ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په داسې ناوړه پېښو دده د ګوندي کارکنانو حوصلې څوک نه شي ماتولی

تر دې وړاندې هم په کال 2015م کې د اخوند زاده چټان د قافلې تر څنګ یوه بمي چاودنه شوې وه چې د هغې څخه هم پخپله چټان روغ وتلی ؤ خو په قافله کې شامل ځېنې ګاډي یې زیانمن شوي وؤ.

په اخوند زاده چټان د ترسره شوي دې تازه برید نه وړاندې په 31مه جنورۍ باجوړ کې د انتخابي کمپاین په مهال په ازاد کاندید ریحان زیب نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې اؤ هغه یې وژلی ؤ چې له دې امله بیا الیکشن کمیشن په باجوړ کې د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ په دوؤ څوکیو ټاکنې ځنډولې وې.

الیکشن کمیشن اوس د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ په دې څوکیو ټاکنو لپاره د اپریل 21مه نېټه ټاکلې ده چې اخونزاده چټان پکې د قامي اسمبلۍ په څوکۍ د پاکستان پیپلز پارټۍ کاندید دی.

پاکستان له افغانستان سره نېږدې د اوو "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې

واشنګټن – پاکستان د شورو یا چهارشنبې په ورځ دعوه کړې چې سرحدي امنیتي ځواکونو یې هغه اوه "ترهګر" وژلي چې هڅه یې کوله له افغانستان څخه پاکستان ته واوړي.

د پاکستان د پوځ په یو بیان کې راغلي، چې دغو کسانو غوښتل له افغانستان څخه پاکستان ته د شمالي وزیرستان له لیارې واوړي.

بیان زیاتوي، "دغه کسان محاصره شوي، ورسره جګړه شوې او له یوې درنې جګړې" وروسته ټول وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په بیان کې دا دعوه هم شوې چې پاکستاني امنیتي ځواکونو "په زیاته اندازه وسله، مهمات او چاودېدونکي توکي هم" له هغوی څخه ترلاسه کړي دي.

د پاکستاني پوځ دغه دعوې په خپلواکه توګه نشي تایید کېدای.

پوځ ویلي، چې اسلام اباد په دوامداره توګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې افغان لوري ته دې په سمه توګه امنیت تنظیم کړي او "دوی تمه لري چې خپل مسولیتونه ترسره کړي." تر څو "په پاکستان کې د ترهګرۍ د فعالیتونو" مخه ونیول شي.

تر اوسه هېڅ کومې وسلوالې دلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د دغې شوې پېښې پړه نه ده منلې.

پاکستان د ټي ټي پي په جنګیالیو باندې تور لګوي چې په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو طالب چارواکي د پاکستان دا ادعا هر کله رد کړې او ویلي یې دي چې دوی به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه کوم ګاونډي وګواښي.

پاکستاني چارواکي وايي، وروسته له هاغې چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې وسلوال طالبان واکمن شول نو په پاکستان کې هم ورسره امنیتي پېښې زیاتې شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ګډون پکې په سلګونو پاکستانیان وژل شوي دي.

خو کله چې افغان طالبان په کابل کې د واکمنو جمهوري نظامونو پرضد شل کلنه جګړه کوله نو هغه مهال افغان حکومتي چارواکو، په افغانستان کې د دېره بهرنیو ځواکونو یو شمېر قومندانانو او پوځي کارپوهانو دې ته ورته ویل چې طالبان په پاکستان کې پټنځایونه لري، هلته روزل کېږي او پاکستان ورته وسلې او پیسې ورکوي، چې پاکستان بیا دا نه منل.

د بیلګې په توګه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزېف د ۲۰۱۷ کال د مارچ په لسمه نېټه ویلي وو چې په پاکستان کې موجودې ترهګرې ډلې د افغانستان امنیت ګواښي.

دغه ډول پاکستان تل له ترهګرو سره د مبارزې په نامه له امریکا څخه په بیلیونونو ډالره ترلاسه کړي دي خو پوهان وايي، تل یې په داسې تش په نامه عملیاتو کې په وزیرستان کې بې ګناه پښتانه وژلي، کورونه او بازارونه یې ورته ویجاړ کړي او کډوالۍ ته اړ ایستي.‌

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG