لاس رسیدونکی لینک

پرويز مشرف د غدارۍ مقدمه کې په لمړي ځل محکمې ته وړاندې شوى


عدالت پخواني صدر ته دنهې په ورځ محکمې ته دوړاندې کيدو حکم کړى ؤ اؤ په ډاگه کړې يې وه چې په بل صورت کې دهغه دگرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري کولى شي.
دپاکستان پخوانى پوځي امر جنرال(ر) پرويز مشرف دغدارۍ په کيس کې په لمړي ځل دنهې په ورځ ځانگړې محکمې ته وړاندې شوى ، خو محکمې په هغه فردجرم نۀ دى لگولى.
دنهې په ورځ دمقدمې اوريدنې په مهال دپرويز مشرف وکيلانو عدالت څخه غوښتنه وکړه چې دخصوصي عدالت دواک دائرې اؤ دمقدمې پوځي عدالت ته دمنتقلۍ په درخواستونو فيصلې راتللو پورې دې په ملزم روانه مقدمه کې فردجرم ونۀ لگول شي.
دمحکمې وينا وه چې په دغو دواړو معاملو به په ٢١ فرورۍ فيصله اورولى شي اؤ هم په دغه ورځ به دپرويز مشرف په راتلونکې اوريدنه کې دپيشۍ په اړه هم فيصله اورولى شي.
عدالت ته دپيش کيدو په مهال دنهې په ورځ دراولپينډۍ دهسپتال نه داسلام اباد نيشنل لا ئبريرۍ پورې د زرو څخه زيات عسکر ځايې پځايې کړل شوي وؤ.
دپرويز مشر يو وکيل احمد رضا قصوري دخصوصي عدالتي کارروايۍ وروستو ميډيا سره خبرو کې وويل دپخواني پوځي سرلښکر عدالت ته دوړاندې کيدو څخه دا خبره ثابته شوه چې موکل يې عدليې ته درناوى لري.
احمد رضا قصوري وويل عدالتونو ته لمړى په هاغو خواستونو فيصله اورول دي چې پکې دځانگړې محکمې په جوړولو اعتراضونه راپورته کړل شوي.
ځانگړې محکمې ته دوړاندې کيدو وروستو جنرال(ر) پرويز مشرف بيرته دراولپينډۍ دزړۀ دناروغتيا پوځي روغتون ته ورسول شو، چرته چې دهغه علاج روان دى.په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
عدالت پخواني صدر ته دنهې په ورځ محکمې ته دوړاندې کيدو حکم کړى ؤ اؤ په ډاگه کړې يې وه چې په بل صورت کې دهغه دگرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري کولى شي.
دپخواني صدر په ضد دوفاق په درخواست په ٢٤م دسمبر په دريوؤ ججانو مشتملې ځانگړې محکمې دائين دشپږم ارټيکل لاندې دغدارۍ مقدمه شروع کړې وه ، خو له دې وړاندې ښاغلى مشرف په يوه اوريدنه کې هم محکمې ته نۀ ؤ وړاندې شوى.
په ٣١مه جنورۍ عدالت دهغه دنيولو قابل ضمانت وارنټ جاري کړى ؤ.
پرويز مشرف په ٢مه جنورۍ اسلام اباد کې دخپل کور څخه عدالت ته دتللو په مهال ناڅاپي په سينه کې دتکليف له امله دراولپينډۍ دزړۀ دناروغتيا پوځي روغتون ته رسول شوى ؤ اؤ دغلته يې اوس هم علاج روان دى.
XS
SM
MD
LG